بریتانیا کښې درې سترګې لرونکی خوسی زیږیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i100412-بریتانیا_کښې_درې_سترګې_لرونکی_خوسی_زیږیدلی
زمونږ خبریال وايي د نړۍ د درې سترګو لرونکی لومړنی خوسی د بریتانیا په ویلز سیمه کښې د غواګانو په یوه(۱) فارم کښې لیدل شوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 17, 2021 13:04 Asia/Kabul
  • بریتانیا کښې درې سترګې لرونکی خوسی زیږیدلی

زمونږ خبریال وايي د نړۍ د درې سترګو لرونکی لومړنی خوسی د بریتانیا په ویلز سیمه کښې د غواګانو په یوه(۱) فارم کښې لیدل شوی .

د انګلستان په ویلز سیمه کښې د غواګانو په یوه (۱) فارم کښې د څارویو ډاکټر مالن هیوز د معاینې په غرض هلته ورغی نو هلته یې د دریو (۳) سترګو لرونکی خوسی ولید او هغه دغه تصویرونه په خپل ټویټر پاڼې خپاره کړي هم دي .

دغه خوسی څلور(۴) میاشتنی دی او صحت مند دی خو تراوسه دغه خبره معلومه نه ده چې دغه خوسی په دریمې (۳) سترګې سره هم څه ویني او که نه .

مالن هیوز وویل زه د یوه(۱) ډاکټر په توګه لومړی ځل دی چې په خپل ژوند کښې داسې څاروی وینم .

هغه وویل په ظاهره د دغه خوسي دریمه(۳) سترګه سمه دمه ده خو د هغه له سترګې یو ډول مواد بهر ته خارجیږي او سړی نه پوهیږي چې د هغه په دریمه(۳) سترګه کښې څه روان دي .