سائینس پوهانو د شیدو د څښلو عجیبه ګټې بیان کړي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i100852-سائینس_پوهانو_د_شیدو_د_څښلو_عجیبه_ګټې_بیان_کړي
زمونږ خبریال وايي شیدې داسې خواړه دي چې د انسان د بدن لپاره ډیرې طبي ګټې لري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 27, 2021 12:51 Asia/Kabul
  • سائینس پوهانو د شیدو د څښلو عجیبه ګټې بیان کړي

زمونږ خبریال وايي شیدې داسې خواړه دي چې د انسان د بدن لپاره ډیرې طبي ګټې لري .

اوس سائینس پوهانو په نوي تحقیق کښې هره ورځ د شیدو د څښلو داسې عجیبه ګټې بیان کړي دي چې په پوهیدا سره به تاسو هم د شیدو څښل خپل عادت جوړ کړئ .

د بریتانیا د  ریډینګ پوهنتون  سائینس پوهانو وویل هره ورځ د یوه(۱) ګلاس شیدو څښل د زړه د دریدا ، د زړه د ناروغیو ناروغیو او د سټروک خطر څوارلس۱۴) فیصده کموي .

کوم کسان چې هره ورځ شیدې څښي نو د هغو د بدن د کولیسټرول سویه هم کمیږي .

د تحقیقاتي ډلې مشر پروفیسر ویمل کیراني وویل مونږ په دغه تحقیق کښې د بریتانیا او د امریکا د شلو (۲۰) لکو په هکله معلومات راټول کړي دي