د امریکا بانک په غلطې سره پنځوس میلیارډه ډالره انتقال کړل
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i102502-د_امریکا_بانک_په_غلطې_سره_پنځوس_میلیارډه_ډالره_انتقال_کړل
زمونږ خبریال وايي د امریکا د لوزیانا ایالت د جایداد کاروبار کونکي ډیرن جیمز او د هغې میرمنې ته په موبائیل ټیلي فون باندې د بانک د حساب پیغام راغی چې د دوې حساب ته پنځوس (۵۰) میلیارډه ډالره انتقال شوي دي چې دغه ښځه او سړی په دغه کار ډيره حیرانه شول .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 03, 2021 13:22 Asia/Kabul
  • د امریکا بانک په غلطې سره پنځوس میلیارډه ډالره انتقال کړل

زمونږ خبریال وايي د امریکا د لوزیانا ایالت د جایداد کاروبار کونکي ډیرن جیمز او د هغې میرمنې ته په موبائیل ټیلي فون باندې د بانک د حساب پیغام راغی چې د دوې حساب ته پنځوس (۵۰) میلیارډه ډالره انتقال شوي دي چې دغه ښځه او سړی په دغه کار ډيره حیرانه شول .

د امریکا دغه ښاریز ډیرن جمیز سمدستي خپل بانک ته ټیلي فون وکړ او ورته یې وویل زما زما په حساب کښې پنځوس (۵۰) میلیارډه ډالره اچول شوي کوم چې زما نه دي .

د ډیرن جیمز لخوا له ټیلي فون وروسته بانک سمدستي د هغه له حساب څخه ډالر وویستل خو دا وضاحت یې ورنکړ چې دومره زیات ډالر له کومه ځایه راغلل .

دغه پنځوس (۵۰) میلیارډه ډالر تر دریو (۳) ورځو پورې د ډیرن جیمز د بانک په حساب کښې وو .