د جاپان یو غل یوازې د ښځو پیزارونه غلا کوي
زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې د ښځو د پیزارونو او بوټانو په غلا کولو سره خوند اخیستونکی غل دوباره ونیول شو .
د جاپان پولیسو د جون د میاشتې په لسمه (۱۰) نیټه یوسل نهه دیرش (۱۳۹) جوړه پیزارونه او بوټان چې پکښې د نرسانو بوټان او د ډینګو پوندو سیڼدل شامل وو په یوه(۱) فرش باندې کیښودل چې خپل مالکان یې وګوري .
د جاپان پولیسو اوه څلویښت (۴۷) کلن ښاریز چې په یوې ادارې کښې کار کوي د دغو پیزارونو او بوټانو د غلا کولو په تور نیولی دی .
د جاپان دغه غله درې (۳) میاشتې مخکې هم یوه دفتر ته په غیر قانوني ډول ورننوتلو سره یو(۱) جوړ سینډل چې بیه یې پینځه سوه (۵۰۰) ینه وه غلا کړي وو .
په دغه دفتر کښې د ښځو د پیزارونو او بوټانو د غلا کیدا له شکایت وروسته پولیسو هلته کیمرې ولګولې او په کیمرو کښې د غله دغه حرکات ریکارډ شول چې له کبله یې هغه ونیول شو .
د جاپان د پیزارونو او بوټانو دغه غله پولیسو ته وویل ما له ماشومتوب څخه د ښځو له پیرارونو سره ډیره مینه وه .
د جاپان پولیسو د دغه غله په کور چاپه واچوله او هلته یې یوسل نهه دیرش (۱۳۹) جوړه پیزارونه او بوټان وموندل چې اوه اویا (۷۷) پکښې د نرسانو پیزارونه وو .
د جاپان پولیسو د دغه غله له کور څخه د نرسانو یو(۱) جوړ جامې ، یو (۱) تور سویټر او دوې نورې جوړې هم وموندلې .
د جاپان دغه غل وویل زه له کلونو کلونو راهسې د میرمنو بوټان اوً پیزارونه غلا کوم او زه اوه (۷) کاله مخکې هم پولیسو نیولی وم .