د ډولۍ له وړلو څو ساعته مخکې ناوي مړه شوه
زمونږ خبریال وايي په مصر عربي هیواد کښې یوه(۱) ناوي په ډولۍ کښې د خاوند کور ته له وړلو څو ساعته مخکې مړه شوه چې له کبله یې د ناوي او د ودګنۍ په کورونو کښې غم خپور شو .
د مصر د دغه ناوي په کفن باندې د واده د جوړې په کیښودلو سره هغه خاورو ته وسپارل شوه .
ویل کیږي چې په مصر کښې په ههیا ښار کښې یوه(۱) ناوي په ډولۍ کښې د خپل نوي خاوند کور ته له وړل کیدا څو ساعته مخکې بې هوشه شوه او په ځمکه وغورځیده .
دغه ناوي سمدستي روغتون ته یوړل شوه او ډاکټرانو هڅه وکړه چې د هغې ژوند بچ کړي خو بریالي نشول او نوموړي نوي ناوي مړه شوه .
د مصر د دغه ناوي یوې خپلې میرمن « دعا محمد» وویل نوي ناوي هیڅ ډول ناروغۍ نه درلودله او هغې شپږ (۶) ورځې مخکې د خپلې ملګري په واده کښې ګډون کړی و .
ویل کیږي چې د ودګي کور ته د ناوي د جهیز سامان وړل شوی وو خو انسان ته څه پته ده چې څه کیږي .