عربستان کښې ماران سړکونو او کوڅو ته راووتل
Jul 24, 2021 16:14 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان په جیزان ولایت کښې د پرله پسې بارانونو له کبله ګڼ شمیر ماران او اژدها هستوګونه سیمو ته ورغلل او په اینټرنیټ باندې یې فیلمونه او عسکونه هم خپاره شول .
د عربستان په جیزان ولایت کښې د سختو بارانونو له کبله ګڼ شمیر ماران او اژدها د سیلاب اوبو یوړل او هستوګنو سیمو ته نږدې ورسیدل .
خلک د دومره ډیرو مارانو په لیدو سره ویریدل .
په عسکونو او ویډیوګانو کښې ګڼ شمیر ماران او اژدها شته چې اخوادیخوا ګرځي .
ټیګونه