تنهايي د زړه د ناروغۍ ستره وجه ده
زمونږ خبریال وايي تنهايي( loneliness) یعني یوازې توب د خلکو لپاره تباهۍ رامینځته کولی شي .
د روغتیا د چارو کارپیژاندي وايي هغه کسان چې یوازې ژوند کوي یعني تنها دي د زړه په ناروغۍ باندې د ککړیدا زیات خطرونه لري .
د تنهایۍ په وجه د انسان جسم ځینې داسې هارمونونه خارجوي کوم چې ډیپریشن یعني خپګان او ټینشن ظاهروي او په دغو هارمونونو کښې کارټیسول هارمون ډیر ښکاره دی او د دغه هارمون له کبله د زړه ناروغۍ ، د وینې د دباو ناروغۍ او د شکرې یعني شوګر ناروغۍ هم رامینځته کیدلای شي .
په تحقیق کښې ویل شوي دي که چیرې د کوم چا تنهايي ډیره اوږده وي نو له کبله یې په جسم باندې ډیر ژور منفي اغیزونه کیدلای شي .
کارپیژاندي وايي که چیرې انسان یوازې او بیله وسیږي نو پکښې د زړه د ناروغۍ خطرونه نهویشت(۲۹) فیصده او د فالج د ناروغۍ خطرونه دوه دیرش (۳۲) فیصده زیاتیږي .
طبي کارپيژاندي وايي چې تنهايي د انسان د بدن د وینې د دباو د زیاتیدا او د بدن د دفاعي نظام د سخت اغیزمن کولو سبب ګرځي