د انجلۍ له خیټې ویښتان راوویستل شول
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i104616-د_انجلۍ_له_خیټې_ویښتان_راوویستل_شول
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مهاراشټر صوبې کښې په تهانی سیمه کښې ډاکټرانو د یوې (۱) دولس (۱۲)کلنۍ انجلۍ د اپریشن او جراحۍ په ترسره کولو سره د هغې له خیټې شپږسوه پنځوس (۵۶) ګرامه ویښتان راوویستل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 22, 2021 12:06 Asia/Kabul
  • د انجلۍ له خیټې ویښتان راوویستل شول

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مهاراشټر صوبې کښې په تهانی سیمه کښې ډاکټرانو د یوې (۱) دولس (۱۲)کلنۍ انجلۍ د اپریشن او جراحۍ په ترسره کولو سره د هغې له خیټې شپږسوه پنځوس (۵۶) ګرامه ویښتان راوویستل .

ډاکټرانو د لیپرو سکوپیک په وسیله د هغې د جراحۍ کولو فیصله کړي وه خو مشکل دا و  چې دغه ویښتان په لیپروسکوپیک کښې ښخیدل  نو ځکه یې ورته د خیټې اپریشن وکړ .

د هندوستان ډاکټرانو وویل دغه دولس (۱۲) کلنې انجلۍ چې اوس یې جراحي شوي ده له دوه (۲) کلنۍ څخه د ویښتانو خوړل پیل کړي وه چې له کبله یې هغه نه وږي کیدله او هر څه یې چې خوړل نو الټۍ یې کولې .

دغه انجلۍ اوس په روغتون کښې ده او د ډوډۍ خوړل یې هم پیل کړي دي .