د چین میرمنې څلویښت کاله خوب نه دی کړی
زمونږ خبریال وايي په چین هیواد کښې یوې (۱) میرمنې ادعا کړي ده چې دې له تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو راهسې په پرله پسې ډول ویښه ده او په دغو څلویښتو کلونو کښې دې یوه (۱) شیبه هم نه ده اوده شوي .
مونږ ټول خلک په پرله پسې څلرویشت (۲۴) ساعته نشو ویښ پیدا کیدلی او له پرله پسې ویښ پاتې کیدا وروسته د خوب له کبله زمونږ سترګې پټیږي .
خو په چین کښې د هینان ولایت یوې (۱) میرمنې «لي جین هیي » ویلي دي زه لس (۱۰) یا پینځلس (۱۵) ورځې نه بلکې له تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو رهسې راویښه یم او هیڅ خوب نه کوم .
د چین د دغه میرمنې په هکله ویل کیږي چې هغه اخري ځل هغه وخت ویده شوي وه چې څلور(۴) کلنه یا پینځه (۵) کلنه وه .
په دې سره بیره د چین د دغه میرمنې ګاونډیانو هم دغه خبره تائید کړي ده چې دغه میرمن هیڅکله نه وده کیږي .
په دې هکله د چین د دغه میرمنې خاوند هم وویل ما خپلې میرمنې ته دوایانې او درمل هم ورکړي دي چې هغه ویده شي خو درمل ورباندې هیڅ اغیز او اثر نه کوي .
دغه راز ډاکټرانو د چین د دغه میرمنې د نه ویده کیدا په مسلې د غور کولو لپاره هغه اته څلویښت (۴۸) ساعته تر څارنې لاندې وساتله او ډاکټرانو ته په مانیټرینګ سینسر (monitoring sensor) باندې مهم معلومات په لاس ورغلل .
د چین ډاکټرانو وویل دغه میرمنه « لي جین شي » ضرور ویده کیږي خو هغه د عام انسانانو په شان خوب نه کوي .
د چین ډاکټرانو د خپلې مشاهدې په ترڅ کښې وویل دغه میرمن چې کله ویده وي نو سترګې یې خلاصې وي او په دې وخت له خپل خاوند سره خبرې هم کوي .
د چین ډاکټرانو دغه چارې ته د ویښ پاتې کیدا خوب نوم ورکړی دی او ویلي یې دي دغه کار بیخي داسی دی چې خلک په خوب کښې خبرې کوي او ځینې کسان حتی په خوب کښې پاڅیږي او مزل هم کوي .