خپلو بچیانو ته هیڅکله پینځه خبرې مه کوئ
زمونږ خبریال راپور راکړی یوې (۱) ښځینه کارپيژاندي میرمن «کریسټي کیټلې» خبرداری ورکړی د خپلو بچیانو د رټلو لپاره پینځه (۵) ټکي یا خبرې هیڅکله مه کاروئ .
میندې او پلاران کله نه کله خپلو بچیانو ته بد رټ وايي او هغه رټي خو د ماشومانو د روزنې یوې () ښځینه کارپیژاندي میرمن کریسټي کیټلې ویلی دي چې میندې او پلاران باید د خپلو بچیانو د رټلو په وخت سوچ او فکر وکړي او بیا مناسبت ټکي استعمال کړي ځکه چې په دوې کښې ځینې ټکي او خبرې داسې دي که میندې او پلاران یې ماشومانو ته وکړي نو د هغوې یعني د ماشومانو په شخصیت باندې منفي اغیزونه کوي .
د ماشومانو د روزنې د چارو کارپيژاندي میرمن کریسټي کیټلې پینځه (۵) داسې جملې او ټکي جوړ کړي دي چې میندې او پلاران یې باید هیڅکله خپلو بچیانو ته استعمال نکړي .
دغه جملې او خبرې په لاندې ډول دي :
(۱)لیونی مه جوړیږه
(۲)ته لیونی یې
(۳)لوی هلکان او انجلۍ ژاړې نه
(۴)هغه ته غاړه ورکړه یا ښکل یې کړه یعني ماچې ترې واخله
(۵) ته لږ شان چاق شوی یې
د ماشومانو د روزنې د چارو کارپيژاندي میرمن کریسټي کیټلې وايي دغه پینځه (۵) ټکي یا خبرې د ماشومانو په ذهن باندې ډیر منفي اغیز شیندي .
هغه وايي کله چې تاسو خپلو ماشومانو ته وائ چې هغه باید ژاړا مه کوي نو تاسو ماشومانو ته وائ چې هغوې باید خپل جذبات او احساسات ظاهر نکړي چې دغه چاره د هغو د شخصیت لپاره ډیر تاوان لري .
دغه کارپيژاندي وايي دغه راز کله چې تاسو خپلو ماشومانو ته له داسې خلکو سره چې هغه یې نه خوښ نه دي د غاړې ورکولو یا مچ کولو حکم ورکوئ نو دغه کار د ماشومانو صحت ته ډیر تاوان رسوي او د هغه په مزاج او رویې او رودې باندې منفي اغیزونه کوي .
هغه وايي دغه بره پینځه (۵) بره ذکر شوي خبرې د ماشومانو په روزنې او پرورش باندې هم منفي اغیزونه شیندي او میندې او پلاران باید خپلو ماشومانو له څه ویلو ډډه وکړي .