له یوبل څخه له جلا کیدا وروسته خلک باید څه وکړي ؟
(last modified Wed, 29 Sep 2021 07:14:17 GMT )
Sep 29, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • له یوبل څخه له جلا کیدا وروسته خلک باید څه وکړي ؟

زمونږ خبریال راپور راکړی په اسټرالیا کښې کارپیژاندي په یوه (۱) ترسره شوي تحقیق کښې په محبت او مینې کښې د ناکامه کیدا چاره د زړه لپاره د زړه د دریدا (heart attack)په شان خطرناکه ګڼي .

د اسټرالیا یوې (۱) ښځینه کارپيژاندي په مینې کښې د ناکامۍ او له زړه ماتیدا څخه د ژغورل کیدا لپاره ګټورې مشورې ورکړي دي .

د اسټرالیا د پرت (perth) ښار وسیدونکي میرمن ګیبي ګوډیئر وايي له یو بل څخه د مینو د جلا کیدا وخت په حقیقت کښې له ذهن څخه د زهرجنو خیالاتو او د جذباتو د ایستلو او په ذهن کښې د مثبتو خیالاتو د راوستلو وخت وي .

هغه وايي ځکه خو مینو ته له یوبل څخه د جلاکیدا او د اړیکې د غوڅولو په هکله د خپه کیدا او د زړه د ماتیدا پرځاې له دغه چارې په مثبت ډول ګټه پورته کړي .

د اسټرالیا دغه میرمنه وايي چې د مینو له یوبل څخه د جلاکیدا په وخت د انسان د اعصابو او دماغو حالت بیخي د کوکائین (cocaine)د نشې د پریښودونکي کس په شان وي .

څرنګه چې د کوکائین د نشې پریښودونکي کسان باید پکار ده چې له کوکائینو ډډه وکړي دغه شان دوه (۲) مین کسان باید د خپل پخواني ملګري  څيره ونه ګوري او له یوبل سره د اینټرنیټ له لارې ارتباط او اکاونټونه هم باید بند کړي .

د اسټرالیا  دغه میرمن ګیبي زیاتوي پینځه (۵) داسې کارونه شته چې په ترسره کولو سره یې مین له یوبل څخه د جلا کیدا له غم څخه ډیر زر وتلی او ځانونه ژغورلی شي .

په دغو پینځو (۵) کارونو کښې له خپلو خپلوانو سره د زیات وخت تیرول .

د کوره د باند وتل او ګرځیدل .

په اینټرنیټ باندې زیات وخت نه تیرول او د خپل پخواني ملګري یا ملګرې د انیټرنیټ د ادریسونو او  اکاونټونو حذفول او ډیلیټ کول .

له سکون څخه په ډک ډول ویده کیدل .

ورزش کول .

د انډوله خواړو خوړل شامل دي .

د اسټرالیا دغه میرمنه بیا وايي کوم خلک چې له یوبل څخه له جلا کیدا وروسته د تنهایۍ په لور ځي هغوې ته له دغه مشکل او تکلیف څخه د ځانونو ژغورل ډير ګران وي .