راګرځی مې په ذهن توره شپه د عاشورا
زمونږ ډیر قدرمن او ګران ملګری حاجی ثمرګل نیکنام خیل چې اوسیدونکی دی د افغانستان د لوګر ولایت د پاکستان د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې د ټل د تور پله د تورو غرونو له لمنې په خپل غږیز پیغام کښې زمونږ درستو همکارانو او محترمو اوریدونکیو ته د ښو پیرزوینو او سلامونو په وړاندې کولو پسې په تصور کښې د کربلا غمیزه انځور شوی او توره شپه د کربلا یې په خپل کلام کښې داسې بیان کړی.
شعر
راګرځی مې تصور کښې واقعه د کربلا
نو کله مې هیریږی حادثه د کربلا
درب په دنیا پروت ؤ رڼا مخ ؤ بدل کړې
ژړا وه انګوله وه زلزله د کربلا
نه خوب نه مې خندا شته هر وخت په ژړا سر یم
چې هر مهال کښې اورمه کیسه د کربلا
چې حسن حسین پکښې پیدا کړلو زخمونه
بیا مه راولې داسې معامله د کربلا
هر چیرې چې ظلم وی یزید مې په خیال راشی
هر انسان په زړه کښې لیک ده دا نقشه د کربلا
زه ثمر په هر غزل کښې ځای ورکوم وروڼو
له یاده مې کله واوځی توره شپه د کربلا