دامریکاکورنیو حالاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i3022-دامریکاکورنیو_حالاتو_ته_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دامریکاکورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو. دتیرو پروګرامونو په څیر اوس هم په تیرې اونۍ کې دامریکا خورا مهمو سیاسی ، اقتصادی ،ټولنیزو اوپوځی بدلونونو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2016 07:45 Asia/Kabul
  • دامریکاکورنیو حالاتو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دامریکاکورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو. دتیرو پروګرامونو په څیر اوس هم په تیرې اونۍ کې دامریکا خورا مهمو سیاسی ، اقتصادی ،ټولنیزو اوپوځی بدلونونو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ

دامریکا په آسټیّن ښآر کې دټکساس پوهنتون چارواکو محصیلینو ته اجازه ورکړه چې په کلاسونو کې وسله په لاس حاضر شی. دپوهنتون دغه فیصله له دې څو میاشتې وروسته شوې چې د ۲۰۱۵کال په اګست کې د ایالتی پارلیمان محافظه کارو استاذو ددغه ایالت په پوهنتونونو کې د وسلو ګرځولو منع کیدا دقانون خلاف بللې وه . په امریکا کې د وسلو د وړلو دممنوعیّت لغوه کیدا جنجال راپارونکی شوې ده . په تیره بیا داچې ټیکساس پوهنتون په ۱۹۶۶کال کې په یوه پوهنتون کې دامریکا په تاریخ کې د وژلې لومړنی صحنه وه . داپه داسې حال کې دی چې دپوهنتون د علمی پلاوی ځینو غړو ګواښ کړی که محصیلین وسله په لاس کلاسونو کې حاضر شی ،نو استعفی به ورکړی . دټکساس ځینو محصیلینو هم ګواښ کړی چې که محصیلین دوسلو سره کلاسونو ته راشی ،نو دغه پوهنتون څخه به لاړشی . دوسلو دګرځولو ملاتړی فعالان دا استدلال کوی چې محصیلین په تاؤتریخجنو حملو کې پر پولیسو باؤر نه شی کولی او باید په پوهنتون کې له ځانه ددفاع جوګه شی . یو داسې قانون چې د ټیکساس پارلیمان تصویب کړی دی ، یوازې په حکومتی پوهنتونونو کې اجرا کیږی او د دغه ایالت خصوصی پوهنتونونه په پوهنتونونو کې د وسلو دګرځولو ممنوعیّت ته دوام ورکوی . د ویلو ده په امریکا کې له وسلو سره داړونده تاؤتریخوالو په زیاتیدو پسې ددغه هیواد ولسمشر باراک اوباما د وسلو دګرځولو دمجوز دصادرولو مقررات سخت کړی دی . اوباما د ۲۰۱۶کال دجنورۍ په پنځمه نیټه دوسلو دمجوز دصادرولو لپاره نوی قوانین اعلان کړل . پر دې اساس ، د وسلو د ا خستونکو مخینه ، باید وسپړل شی . دغه قوانین چې لس مادې پکې شاملې دی ، دولسمشر په حکم سره او دکانګرس دتصویبیدو له ضرورت پرته اعمالیږی . دامریکا کانګرس له نوو قوانینو سره مخالف دی . په امریکا کې په کال کې دیرش زره کسان دګرمو وسلو سره په اړونده تاؤتریخوالو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی .

دامریکا انتخاباتی سیالۍ ، دنړۍ دکاتولیکانو درهبر او ددغه هیواد د جمهوری غواړو یوه مخکښ کاندید دخولې شخړه هم په ځان پسې درلودلې . پاپ فرانسیس په یولړ کم ساری څرګندونو کې ډونالډ ټرمپ یو غیر مسحی کس بللی دی . د نړۍ دکاتولیکانو رهبر دټرمپ په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، کله یو کس یوازې د دیوال دجوړولو په فکر کې وی ، او د پل د جوړولو خبره نه کوی ، مسیحی نه دی . ټرمپ څه موده مخکې دخپل انتخاباتی کمپاین په بهیر کې ویلی وو چې امریکا باید له میکسیکو سره پخپلو پولو کې دیوال جوړ کړی او غیر قانونی مهاجر وباسی . هغه همدراز په یولړ نورو څرګندونو کې هم امریکا ته د سوریاوالو کډوالو دورتلو دمخنیوی او له دغه هیواده دمسلمانانو د ویستلو غوښتنه هم کړې وه . دغو څرګندونو پراخ اعتراضونه په ځان پسې درلودل چې دپاپ فرانسیس څرګندونې دهمدغو اعتراضونو په دوام کې شوی دی . ډونالډ ټرمپ دنړۍ دکاتولیکانو درهبر دخولې شخړې په غبرګون کې ویلی دی ،که واتیکان باندې داعش حمله وکړی ، نو پاپ به یوازې هیله اودعا وکړی چې کاش ډونالډ ټرمپ دامریکا ولسمشر وائ . هغه دنړۍ دکاتولیکانو درهبر څرګندونې بې شرمه بللی او ویلی ئې دی ، دا چې یو دینی رهبر راشی او د دیوه بل کس دین ترپوښتنې لاندې راولی ، ډیره د شرم وړ خبره د ه .

دامریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په تاریخ کې ئې تقریبا کومه مخینه نه ده درلودلې چې دپاپ په څیر له یوه سیاسی او مذهبی وزن سره یو کس په امریکا کې دانتخاباتو دیوه کاندید مسیحی ایمان نفی کوی او په مقابل کې انتخاباتی کاندید هم دنړۍ دکاتولیکانو درهبر څرګندونې بې شرمه ګڼی . خو دامریکا راتلونکی انتخابات چې دډونالډ ټرمپ په څیر دیوه کس قدرت ته درسیدا احتمال ئې راپورته کړی ، دمسیحیّت په درو کې دیوې څانګې د خورا لوړروتبه رهبر پشمول د نړیوالو د ویریدا لامل شوی دی . دغه څرګندونې د څو لسګونو میلیونو کاتولیکانو لپاره دکاتولیک کلیسا د یوه لوړروتبه مقام له خوا دیوې دینی فتوا په توګه ګڼل کیدلی او د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ رائې کمولی شی . په عین حال کې ، دپاپ او ټرمپ ترمینځ د خولې جنګ پر کاتولیک رای ورکونکو سربیره ، په امریکا کې دپروټیسټانو رای ورکونکو پر لیدتوګې هم اغیزې شیندی . د کاتولیکانو په اپوټه ، دامریکا پروټیسټان له واټیکان اوپاپ سره ښه اړیکه نه لری . له دې امله پر ټرمپ دپاپ حمله دپروټیسټ مذهبه جمهوری غواړو ترمینځ د دغه جنجالی کاندید محبوبیّت دزیاتیدو لامل کیدلی شی .

***********************

دامریکا د ۲۰۱۶ کال دولسمشرۍ په انتخاباتو کې دډیموکراټیک ګوند کاندیدې میرمن هیلری کلنټن ،دتیرې سه شنبې په ورځې په نیویارک کې د انتخاباتی کمپاین په یوې غونډې کې ، په دغه هیواد کې دتوکمپرستۍ پراختیا یو واقعیَت وباله . میرمن کلینټن دامریکا دتورپوستو ټولنې لپاره د برابرۍ او فرصت په زمینې کې دنوی ژمنتیا دضرورت خبره کړې او ویلی ئې دی ، په امریکا کې دتوکمپرستۍ په ضد دمبارزو له پیلیدو ترنیمې پیړۍ وروسته ، توکم هماغه راز په دې کې ډیر مهم رول لوبوی ،چې په امریکا کې څوک پرمختګ وکړی او څو ک وروسته پاتې شی . ویل کیدلی شی دمیرمن کلینټن خبرې دهغې له خوا دهغه انتخاباتی هڅې په معنا وګڼل شی چې دشناندو دڅرګندونو په اساس دولسمشرۍ دڅوکۍدترلاسه کولو لپاره ډیر چانس لری .څو هغه دتورپوستوامریکایانو څخه لازیاتې رائ ځان ته جلب کړی او د راتلونکی نومبر میاشت په انتخاباتو کې د هغوی رائ وګټی .په دودیز ډول،د ډیموکراټیک ګوندسیاسی مرکز په ځوانانو،ښځو او لږکیو کې دی او په همدې دلیل د دغه ګوندکاندیدان د خپلو انتخاباتی سیالیو کې ، زیات پام ددغو پرګنو دنظر پر جلبولو متمرکز کوی . هیلری کلنټن په دې اند ده چې خپل جنسیّت ته په پام سره د دې جوګه ده چې دامریکا د ډیرو زیاتو ښځو رای ځان ته جلب کړی او د لږکیو په تیره بیا دتورپوستو دخوښې وړ څرګندونو سره ، دهغوی زیات نظرهم ترلاسه کړی . البته د هیلری کلنټن څرګندونې په عین حال کې د امریکا دټولنې دتوپیرناک ماهیّت په باب تریخ اعتراف ګڼل کیدلی شی چې دبشری حقوقو او آزادۍ په باب دامریکا له ملنډو ډکو ادعاګانو سره سره تورپوستی ، له خپل ډیر زیات جمیعَت سره، له مناسب حیثیّته برخمن نه دی او په ښکاره اوپټّه له ډول ډول خطرو سره لاس اوګریوان دی .. په حقیقت کې توکمپرستۍ او توپیر دامریکا دجوړیدا له وخت راهسې په دغه هیواد کې دیوې مهمې موضوع په توګه مطرح دی .

دامریکا ولسمشر باراک اوباما ددغه هیواد دولسمشرۍ دکیدونکو انتخاباتو لپاره په ګوندی انتخاباتو کې دجمهوری غواړو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ سخت ورټه . اوباما په کلیفورنیا کې په مطبوعاتی مرکې کې وویل،هماغه را ز باؤری دی چې ډونالډ ټرمپ به دامریکا ولسمشر نه شی،ځکه چې ددغه هیواد ولس پوهیږی ولسمشری دکوم دټیلیوژنی اویا بازار موندنې لپاره مجریتوب نه دی . اوباما په دغوڅرګندونو سره دټرمپ بوخت کونکو ټیلیوژنی پروګرامونو او دشیانو دخرڅلاؤ لپاره دهغه تجارتی فعالیتونو ته اشاره وکړه .داوباما دڅرګندونو په غبرګون کې ډونالډ ټرمپ هم ویلی دی ، اوباما دامریکا دولسمشر په توګه ډیر کرغیړن کارونه وکړل .البته دانتخاباتو دسیالیو په وخت دسیال ګوند په کاندیدانو د امریکا د ولسمشرانو حملې یو دودیز اقدام ګڼل کیږی . په عین حال کې هغه لفظی شخړې چې اوس داوباما اوټرمپ ترمینځ رامینځةشوی ، په وروستیو کلونو کې کم ساری دی .

د ډونالډ ټرمپ تبلیغات دډیموکراټیک ګوند له کاندیدانو یعنی له هیلری کلنټن او برنی سنډرز سره دهغه په شخړو اوترینګلتیاؤ نه خلاصه کیږی ، بلکې ټرمپ یو داسې نظم چې په امریکا کې د لیبرالی بهیر داقداماتو نتیجه ده په نښه کړی دی . دروان کال په انتخاباتو کې په جمهوری غواړو کاندیدانو کې دټرمپ په اندازه یوه کس هم دڅو کلتوری او څو توکمو سیاستونو په ضد دریځ نه دی غوړه کړی .دامریکا په ټولنې کې په رایجو ځینو اصولو باندې په حملې کې دټرمپ پَپولیسټی (خوښونکی شعارونو) او یرغلیزو سیاستونو،هغه په دغه هیواد کې دسیاسی سنت په خلاف هماغه راز دجمهوری غواړو رای ورکونکو دپام په سر کې دی . دغه موضوع لامل شوې چې دګوندی سیالیو په پای کې دجمهوری غواړی ګوندنهائی کاندید په توګه د ټرامپ دمعرفی کیدا احتمال پیاوړی شی . اوباما د امریکا دډیموکراټیک ګوند یوې اصلی څیرې په توګه هڅه کوی ، له همدې پیله ،د دغه هیواد د ولسمشرۍ په څوکۍ د ټرمپ دراتلو توانمنۍ ترپوښتنې لاندې راولی څو ممکنه ده ددغه جنجالی کاندید دملاتړو شمیر کم شی . داپه داسې حال کې دی چې سپینې ماڼۍ ته دټرامپ رسیدل به حتی که د فیډرلی او ایالتی حکومتونو په سویه دحکومتی کار دیوه ساعت لپاره هم وی ، ډیره مهمه ده .

دامریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو دجمهوری غواړو کاندیدانو سیالی د ستمبر دیولسمې نیټې له پیښو په وروسته پړاؤ کې دجارج بش دکړچار تر نهیلی کونکی سیوری لاندې ورغلی ده .په هغه وروستی پړاؤ کې چې جمهوری غواړو سپینه ماڼۍ پخپل اختیار کې درلوده ، دجارج ډبلیو بش د ولسمشرۍ پړاؤ ؤ . سږ کال هم دامریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په سیالیو کې دبش دکورنۍ یو بل غړی هم شتون لری .. په همدې دلیل دامریکا د ۲۰۱۶ کال دولسمشرۍ دانتخاباتو دجمهوری غواړو کاندیدانو غوره بحث هم دجارج ډبلیو بش پر کړنو ارزونه او کرکتنه ګرځول شوې ده . په دغه چوکاټ کې دجمهوری غواړو جنجالی کاندید دخپل ګوندی سیال جب بش دڅیرې دخرابولو لپاره دجنوبی کارولینا ایالت په یوې مناظرې کې ویلی دی ، امریکا د جارج بش دولسمشرۍ په پړاؤ کې او په داسې شرائطو کې چې چمتووالی ئې نه درلود، په عراق کې ئې جنګ ته ودنګل او د ۲۰۰۱ کال دستمبر دیولسمې نیټې ترهه ګرې پیښې دهمدغه جار ج بش د نالایقتوب له امله رامینځة شوی دی . په مقابل کې جب بش هم دامریکا د ولسمشرۍ په پړاؤ کې دخپل ورور دکړچار په دفاع کې ویلی دی ،کله ټرامپ دټیلیوژن لپاره نمایشی پروګرامونه تولیدول ، جارج بش دهیواد لپاره دامینټی پوځی پلانونې په حال کې ؤ . په عین حال کې جارج بش هم له قدرته څنګة کیدا وروسته دلومړی ځل لپاره په جنوبی کارولینا ایالت کې د خپل کوچنی ورور په انتخاباتی کمپاین کې ظاهر شوی دی .

دجمهوری غواړو دګوندی سیالیو بهیر ښئ چې جب بش له پراخ مالی او سیاسی ملاتړ سره سره نه دی توانیدلی دجمهوری غوادړو کاندیدانو په لیسټ کې له پنځم لمبره لا ښه موقیعته برخمن شی . البته جب بش ددغه وضیعیَت دجبرانولو لپاره فیصله کړې خپل انتخاباتی شعار یوازې پخپلې واړې نامې سره یعنی :جب : سره معرفی کړی . او ځا ن دبوش له کورنۍ خپلواکه معرفی کړی ، هغه کورنۍ چې په هغې کې تراوسه پورې دوه ولسمشران سپینې ماڼۍ ته رسیدلی دی . داموضوع ښئ چې په امریکا کې له یوې نفوذ لرونکی سیاسی کورنۍ سره دجب بش اړوندوالی له دې زیات چې کومه ګټه رامینځةکړی ، ، دهغه لپاره دسرخوګی لامل شوې ده . دجارج بش کړچار ته په پام سره ، دهغه نامه په وروستیو اویاؤ کلونو کې د امریکا د له ترټولو نامحبوبو ولسمشرانو په لیسټ کې ورغلې ده . اوس د جب بش خپل ګوندی سیالان څه پروا نه لری چې دامریکا دخورا وروستی جمهوری غواړی ولسمشر د ورور له ډګره دلیرې کولو لپاره دجارج بش کړچار ترپوښتنې لاندې ورولی . په عین حال کې په جمهوری غواړو کې دا اندیښنه شته چې دجارج بش دحکومت دکړچار په نښه کولو سره به په نهایت کې دډیموکراټیکو سیالانو په وړاندې دجمهوری غواړی ګوند دکاندیدانو دکمزوری کولو لامل شی

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دوخت په ختمیدو سره زمونږ دغه برخه هم پای ته رسیږی تر بلې اونۍ پورې چې له یوه بل نوی پروګرام سره به ستاسو په خدمت کې وو په نیاؤمن خدای مو سپارو .

ا.... مو مل او ملګری .

(سیماب)

***************************************************************