لارښونکی حدیثونه(۱۴۳)
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i52982-لارښونکی_حدیثونه(۱۴۳)
لارښونکو حدیثونو له یوه بل پروګرام سره ستاسو درانه حضور ته حاضر شوی یوو چې د اسلام د ګران پیغمبر د مبارکو حدیثونو او معصوموامامانو(ع) د ویناؤ په رڼا کښې د یوه بل ښه خوی په باره کښې درسره خبرې وکړو.هیله د پام او استفادې وړ مو وګرځی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2017 12:10 Asia/Kabul
  • لارښونکی حدیثونه(۱۴۳)

لارښونکو حدیثونو له یوه بل پروګرام سره ستاسو درانه حضور ته حاضر شوی یوو چې د اسلام د ګران پیغمبر د مبارکو حدیثونو او معصوموامامانو(ع) د ویناؤ په رڼا کښې د یوه بل ښه خوی په باره کښې درسره خبرې وکړو.هیله د پام او استفادې وړ مو وګرځی.

د مومنانو زړونو خوشحالول یو هغه ستر عبادت دی چې په ډول ډول بڼو کښې په بیلابیلو روایتونو کښې بیان شوی دی.

په دې باره کښې د اصول کافی د ارزښتمن کتاب لیکوال،ارواښاد کُلینی،

له حضرت امام سجاد(ع) څخه دا یو روایت نقل کړی چې فرمائی:

د خدای تبارک و تعالی په بارګاه کښې ترټولو خوښ عمل،د مومنانو زړونه خوشحالول او ښاد ساتل دی.

د خپلو مومنو وروڼو خوشحالولو ته د خلکو د هڅولو لپاره د حضرت امام باقر(ع) له قوله په اصول کافی کتاب کښې په یوه بل روایت کښې نقل شوی دی چې د خپل مومن ورور په څیرې د موسکا خپرول او د ستونزې او مشکل یې هوارول،یو ډیر نیک او غوره کار دی او بیا یې وفرمایل:د متعال خدای په نیزد تر ټولو غوره عمل،د مومن زړه خوشحالول دی.

ــــ  یو غوره اخلاقی اصل او ارزښت چې د اسلام په سپیڅلی دین کښې پرې ډیر ټینګار شوی،د خدای د بندګانو خوشحالول دی.دغه عمل د پروردګار د رضا او د پیغمبراکرم او امامانو د خوښۍ لامل ګرځی.ځکه چې هغه انسان خدای ته نیژدې کیږی چې د نورو په ښادیو کښې شریکیږی،له زړونو یې د غم دوړې پاکوی او زړه یې ترلاسه کوی.

حضرت امام جعفرصادق(ع)په دې اړه فرمائی:که په تاسو کښې یو څوک خپل مومن ورور خوشحاله کړی نو داسې دې ونه انګیری چې یوازې هغه یې خوشحاله کړی،په خدای قسم مونږ یې هم خوشحاله کړی یوو.په خدای قسم د رسول الله مبارک زړه یې خوشحاله کړی دی.

له پیغمبراکرم(ص)هم په یوه روایت کښې راغلی چې فرمائی:

څوک چې یو مومن خوشحاله کړی نو داسې ده چې زه یې خوشحاله کړی یم او څوک چې ما خوشحاله کړی نو داسې ده چې خدای یې خوشحاله کړی دی.

=== د خپل مومن ورور د زړه په خوشحالولو کښې هر هغه عمل شامیلیږی چې د خلکو د غوټو او مشکلاتو د هواریدا او د زړونو یې د خوشحالی سبب کیږی.لکه له بیوزلو سره مرسته،بې څوکه ته ډوډۍ ورکول،په لاره د پاته کسانو منزل ته رسول،اړمنو ته پور ورکول او دې ته ورته نور ډیر داسې کارونه چې د یوه کس غم ختم او ورسره یې زړه خوشحاله شی.د داسې کارونو اجر او ثواب نه یوازې د خیر اوبرکت لامل کیږی بلکې د آخرت او له مرګه وروسته د ژوند لپاره هم ګټه لری او په یو ډول د ستر اخروی سفر لپاره د توښې برابرول دی.

حضرت امام جعفر صادق(ع) په دې باره کښې فرمائی:

کله چې یو مومن د قیامت په ورځ له قبره راووځی نو یو کس یې کتنې ته راځی او ورته وائی،د خدای له لوری تا ته د کرامت او خوشحالی زیری وی.نو مومن ورته وائی چې خدای تا ته د نیکۍ زیری درکړی،نو ورسره یوځای کیږی چې له هر بوږنونکی ډګره تیریږی نو وائی چې دا له تا نه دی او په هرې نیکۍ چې تیریږی ورته وائی چې دا له تا ده او پرله پسې داسې زیری ورته کوی تر دې چې د حساب کتاب ځای ته ورسیږی.کله امر وکړل شی چې جنت ته یې بوځئ او ورته وائی،زیری دې وی تا ته چې خدای امر کړی تا بهشت ته داخل کړی.مومن ترې پوښتنه کوی چې ته څوک یې چې له قبره تر دې ځایه دې راته زیری راکول او راسره ملګری وې او د خدای له لوری دې خبرونه رسول نو ورته په ځواب کښې وائی چې زه هغه خوښۍ یم چې د خپل مومن ورور زړه دې پرې خوشحاله کړی،خدای زه د دې لپاره په دنیا کښې پنځولی چې تا ته زیری درکونکی او په یوازیتوب کښې دې ملګری واوسم.

--- تانده ټولنه یوه خوځنده او ژوندۍ ټولنه ده او د داسې ټولنې وګړی هیڅکله په ټولنه کښې د نښتو او بې نظمی د رامینځته کیدا او ورانولو هڅه نه کوی او تل د خپلې او نورو کسانو د هوساینې لپاره هڅانده وی.  په یوې هوسا او ښادې ټولنې کښې خلک خدای ته لازیات نیژدې کیږی.  حضرت امام جعفرصادق(ع) خپل یوه ملګری، یونس شیبانی،ته وفرمایل: تر کومه حده له خپلو دوستانو سره ټوکې ټکالې کوی.هغه ورته په ځواب کښې وویل:ډیرې لږې! نو امام ورته وفرمایل:داسې مه اوسه.بې شکه چې مزاح او ښه طبعه، نیک اخلاق دی.په ریښتیا چې په دغه کار سره د خپل ورور زړه خوشحالوی.لکه څنګه چې د خدای ګران رسول به هم مزاح کوله څو د خپلو اصحابو زړونه خوشحاله کړی.

=== انسان له خپل فطرت سره سم،خوشحالی او ښادی غواړی او اسلام هم داسې خوښی او ښادی تایید کړی او ستایلی ده.البته خوشحالول یوازې د نورو کسانو د خندولو په معنا نه دی.لکه څنګه چې په یوه روایت کښې راغلی دی؛یوه ورځ حضرت امام علی(ع) له خپلو یوشمیر یارانو سره له یوې لارې تیریدل یو کس راغی او د هغه مبارک له اوږو یې عبا واخیستله او وتښتیده.د هغه مبارک یاران ورپسې په منډو شول او بالاخره له عبا سره یې هغه مبارک ته راوسته.حضرت امام علی(ع)ّهغه کس ته په اشارې سره له خپلو یارانو وپوښتل چې هغه څوک دی؟ورته په ځواب کښې یې وویل؛دا کس یو ټوکمار دی او په دغه ډول کارونو سره د مدینې خلک خندوی او د هغوئ د خوشحالیدا لاملونه برابروی نو هغه مبارک هغه کس ته له کوم پامه پرته وفرمایل:هغه ته ووائی؛یوه ورځ شته چې پکښې د چټی او باطلو کارونوترسره کونکی پوهیږی چې لاسونه یې خالی دی.

له دغه روایته پوهیږو چې د مومن زړه خوشحالول په ناسمو او باطلو رودو سره د هغه د خندولو په معنا نه دی بلکې د داسې کار ترسره کول دی چې په حقیقت کښې د یوه انسان زړه خوشحاله شی.

له معمول سره سم،د ښادی او خوښۍ په مهال د انسان څیره غوړیږی او پر شونډو یې موسکا خپریږی او داسې ښادی او سرور دومره ارزښت لری چې حضرت امام حسین(ع) د خپل ګران نیکه له قوله روایت کړی چې د لمانځه له ادا کولو وروسته تر ټولو غوره عمل،د مومن زړه خوشحالول دی البته په دې روده چې پکښې کومه ګناه نه وی.