خوږې خبرې(۳۲)
د تهران راډیو د انټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو،نیکې هیلې مو ومنئ، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دا مبارک حدیث به مو اوریدلی وی چې فرمائی: هغه مومن نه دی چې خپله موړ وی خو ګاونډې یې وږی پاته شی،
==== یو مهال دوو کورنیو په یوه ګاونډ کښې ژوند کاوه،یوه کورنۍ شتمنه او بله بیوزله وه،یوه ورځ د شتمنې کورنۍ ماشوم د بیوزله کورنۍ کور ته ورغی څو له خپل همزولی دوست سره لوبې وکړی خو کله چې کور ته ورغی نو ویې لیدل چې دسترخوان یې غوړولی او ډوډۍ خوری،ماشوم لږ په تمه شو او وږی هم ؤ او چې کله یې د خوړو بوی احساس کړ نو لاپسې وږی شو خو څومره یې چې صبر وکړ هیچا ورته بیخی پام ونه کړ او د بیوزله کورنۍ کسان په خوړو اخته وو.کله چې د شتمنې کورنۍ د ماشوم لوږه ډیره زیاته شوه نو ستونی یې ډک او ژړاغونې شو خو بیا هم ورته چا ست ونه کړ نو په ژړا ژړا خپل کور ته ورغی،کله چې مور او پلار وکاته نو ناخوښ شول او ترې د ژړولو پوښتنه یې وکړه،زوی ورته په ځواب کښې وویل: زه د ګاونډی کور ته لاړ وم چې له دوست سره لوبې وکړم خو ومې کتل چې هغوۍ ډوډۍ خوری،ماته خو یې ډوډۍ خود رانه کړه چې هډو ست یې هم ونه کړ. پلار ورته دلاسه ورکړه او د ډول ډول خوړو د برابرولو حکم یې ورکړ خو زوی یې خوړو ته چمتو نه شو او هماغسې په زوره ژړیده او ویل یې:زه هماغه خواړه غواړم چې د دوست په کور کښې وو.بالاخره مور او پلار یې د زوی په کرارولو ستړی شول خو هغه کله چوپ پاتیده او هماغه خواړه یې غوښتل،آخر مور او پلار یې غوسه شول او پلار یې د ګاونډی کور ته ورغی او ور یې وډاباوه،بیوزله سړی چې ور پرانیسته نو په ډیرې حیرانتیا سره یې شتمن ګاونډی ولیده،ورته یې سلام وکړ او ویې ویل:په خیر راغلی،څنګه دې راپیښه وکړه خیر خو به وی ګرانه ګاونډیه!
شتمن سړی چې ډیر په غوسه ؤ،وویل:ولې مونږ ستا له لاسه ازار ووینو؟
بیوزله کس په ډیرې حیرانتیا سره وویل:ازار او زمونږ له لاسه،محترمه !خدای دې نه کړی چې زمونږ له لاسه وځوریږی.
شتمن ګاونډی ورته په ځواب کښې وویل: تر دې به زیات ازار څه وی چې ماشوم مې کور ته درشی او تاسو ډوډۍ خورې او زوی ته مې هډو ست ونه کړئ.هغه اوس له ژړا نه کراریږی او هغه خواړه غواړی چې تاسو خوړل.
--- کله چې بیوزله کس دا خبره واوریده نو سخت خپه شو،سترګې یې ټیټې کړې او ګاونډی ته یې وویل:ګرانه په دې خبره کښې یو راز دی چې درته یې نه شم بیانولای. شمن کس حیرانه شو،داسې کوم راز دې چې نه یې راښئ.نو ویې پوښتل داسې کوم راز دی؟بیوزله ګاونډی ورت ځواب ورکړ که نه یې پوښتې نو ښه خبره ده ځکه چې زمونږ د عزت مسئله ده.شتمن ګاونډی لا حیرانه شو او د راز پر ښودلو یې ټینګار وکړ،نو بیوزله کس هم بله چاره نه درلوده څو له رازه یې خبر کړی نو ورته یې وویل: هغه خواړه چې مونږ خوړل راته حلال وو او ستا پر ماشوم حرام!نو نه مې غوښتل چې بچی دې حرام خواړه وخوری.
شتمن کس ترې په حیرانتیا سره وپوښتل:سبحان الله!عجیبه خبره کوې داسې کوم خواړه شته چې پر یوه حلال او پر بل حرام وی؟ فقیر سړی په ځواب کښې وویل:که یو څوک د بیچاره توب او تنګڅې له امله داسې خواړه ومومی لکه مړ شوی حیوان نو ورته خوړل یې حلال دی خو څوک چې داسې حالت ونه لری،پرې خوړل یې حرام دی،ګرانه ګاونډیه واوره چې دریمه ورځ وه،ښځې او بچیانو مې څه خوړلی نه وو هیڅ چاره مې نه درلوده،هغوئ وږی وو او د ډوډۍ د برابرولو جوګه نه ؤم خو بیا مې په یوه ځای کښې مړه شوی چرګه وموندله نو کور ته مې راوړه او ښځې مې پخه کړه څو د وږیو ماشومانو خیټې پرې مړې کړو،مونږ هماغه پخه کړې شوی چرګه خوړله چې ستا بچی راغی ما نه غوښتل چې ځنې ستا بچی ته ورکړم ځکه چې پرې حرامه وه او دا وه ټوله کیسه او راز چې درته مې بیان کړ.
=== کله چې بیوزله سړی دا خبرې کولې نو د شتمن سړی ستونی له ژړا ډک شوی ؤ او چې کله یې خبرې ختمې شوې سترګې یې له اوښکو ډکې او په ژړا شو او په ژړا ژړا کښې یې وویل:افسوس دې وی پر ما که چیرې متعال خدای د قیامت په ورځ راته خطاب وکړی چې ستا په ګانډ کښې یوې داسې کورنۍ ژوند کاوه او ته یې له حاله ناخبره وای نو څه ځواب به ورکوم؟
شتمن کس د خپل غفلت په خاطر د خواشینۍ په څرګندولو پسې خپل بیوزله ګاونډی له لاسه ونیوه او خپل کور ته یې بوتله او په کور کښې یې چې څومره شته درلودل نیم یې ترې بیوزله کس ته وبخښل او ورسره یې د هغه ژوند برابر کړ . په دغه کار سره د شتمن سړی زړه ارامښت او کرار ومونده او دومره یې زړه پاک شو چې په هماغه شپه یې په خوب کښې د اسلام ګران پیغمبر ولیده او ورته یط وفرمایل:ای سړیه!د هغه رحم او مهربانی په خاطر چې له خپل ګاونډی سره دې وکړه،ګناهونه دې وبخښل شول،په شتو کښې دې برکت واچول شو او سبا به په جنت کښې له ما سره هم ناستی وې.
په پای کښې د متعال خدای په درګاه کښې لاسونه لپه کوو چې ای څښتنه مهربانه مونږ ته له خپلو ګاونډیانو سره د غوره چلند توفیق راوبخښې.آمین یا رب العالمین