ورځپاڼو ته کتنه ( خالی ورځ یا شنبه )
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i69582-ورځپاڼو_ته_کتنه_(_خالی_ورځ_یا_شنبه_)
خوږو ملګرو ورځپاڼو ته د کتنې له یوه بل پروګرام سره مو په خدمت کښې اول په تهران کښې چاپیدونکی ورځپاڼې څیړو او که وخت ؤ له انټرنیټه د راخیستلو کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه هم درسره شریکوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2018 09:34 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ( خالی ورځ یا شنبه )

خوږو ملګرو ورځپاڼو ته د کتنې له یوه بل پروګرام سره مو په خدمت کښې اول په تهران کښې چاپیدونکی ورځپاڼې څیړو او که وخت ؤ له انټرنیټه د راخیستلو کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه هم درسره شریکوو.

په تهران کښې  درستو ورځپاڼو پرون په دغه ښار کښې د جمعې لمانځه په خطبو کښې د تهران د جمعې لمانځه د موقته امام وینا منعکس کړی او جمهوری اسلامی ورځپاڼې لیکلی دی: د تهران د جُمعې لمانځه موقته امام، پر سوریې د امریکې حمله د ټولو نړیوالو قوانینو خلافورزی  وبلله او وې ویل: امریکې په دغه تیری سره خپل وحشیتوب  او موجودیت  نړۍ ته ښکاره کړ.

جمهوری اسلامی ورځپاڼې زیاته کړی؛حجت الاسلام کاظم صدیقی د تهران د جُمعې  نمانځه په خطبو کښې  په  دې  خبری سره چې امریکایان او د سلطې نړۍ یوازې د زور په ژبه پوهیږی زیاته کړه، امریکه په سیمه کښې د داعش د تکفیری ترهه ګرې ډلگې د رامنځته کولو د دسیسې په مقابل کښې د مقاومت  چورلیز په بریالیتوب او کامیابۍ په قهر  او غوسه شوی ده. د تهران د جمعی لمانځه خطیب وویل: پر سوریې  توغندوی حملو د امریکایانو لپاره څه نتیجه ونه لرله او

تر اوسه  یې په سیمه کښې په خپلو ټولو اهدافو او موخو  کښې ماتې خوړلې ده.

حجت الاسلام کاظم صدیقی همدارنګ له تل ابیبه بیت المقدس ته د آمریکا د سفارت د  انتقالولو په اړه د  دغه هیواد  د ولسمشر لمسونکی اقدام په غندلو سره  جوته کړه، په دغه اقدام سره ټول فلسطینیان راپاڅېدل چې دا موضوع د فلسطینی ملت د پیاوړتیا  ښودنه کوی.

هغه همدارنګ د ستنېدا حق نومې  په ستر لاریون کښې په فلسطینیانو د صهیونېسټ رژیم د فوځیانو حملې ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د غه  ماشوم وژونکی رژیم جنایت به د دغه رژیم مخ  پر زوال حرکت لا ګړندے کړی.

== کیهان ورځپاڼې بیا پرون د صهیونیسټانو په لاس د غزې تراړی پر فلسطینیانو د بل جنایت خبر خپور کړی او لیکلی یې دی:  د ستنیدا حق ستر لاریون د ۱۹۷۶کال د مارچ په دیرشمه نیټه دفلسطنیانو د ټاټوبی دمصادره کولو په زمینې کې دصهونیسټ رژیم دفیصلې د یادونې دکلیزې په  مناسبت روان دی چې هر کال ترسره کیږی .او سږکال یې نوی بڼه خپله کړی او پرون د څلورمې جمعې په ورځ یې هم دوام ومونده چې د صهیونیسټی عسکرو له ظلم سره مخامخ شوی .

ورځپاڼه لیکی:  دفلسطین دروغتیائی چارو د وزارت ویندوی  اشرف القدره  وئیلی دی ، خپل ټاټوبی ته  دبیرته ستنیدا دحق  دستر لاریون   په څلورمې جمعې  ورځې   وحشی ډول صهونیسټی عسکرو دخپلو جنایتونو په دوام کې  څلور نور فلسطینیان هم شهیدان او   کابو شپږ نیم سوه نور ټپیان کړی دی .

   د فلسطین د غزې تړانګې د اوسیدونکو د :بیرته ستنیدا  دحق : نومې  سوله ایز لاریون  چې  پرون ئې څلورمه جمعه  پوره شوی ،  د تیری مارچ میاشتې له دیرشمې  پیل شوی  اوهماغه راز دوام لری .

   په دغې مودې کې تر پرون ناوخته پورې  د تیریګر اوجنایتکار صهونیسټی رژیم د وحشی ډوله عسکرو په لاس   څه   دپاسه  څلویښت  فلسطنیان چې ښځې او ماشومان هم په کې ترسترګو کیږی ، شهیدان او  څه دپاسه څلور زره نور  ټپیان شوی دی . دغه لاریون د  ۱۹۷۶کال د  ماارچ په دیرشمه نیټه  دفلسطنیانو  د ټاټوبی  د نیولو په زمینې کې  دصهونیسټ رژیم  د پریکړی یادونه کوی،خو اوس فلسطینیان تر بل هر وخته زیات د خپلو حقوقړ د ترلاسه کولو لپاره لاهوډمن او پیاوړی شوی دی او هیله کیږی چې د صهیونیسټانو دغه جنایتونه د زوال لامل یې وګرځی.

--- رسالت ورځپاڼې له ترکیې د افغان کډوالو د وباسلو په باره کښې دا خبر خپور کړی او لیکلی یې دی: دترکیې حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو د ویستلو بهیر  ګړندی کړی  چې دم ګړۍ جنګ جګړې او ناکرارۍ دافغانستان د ننه د څه دپاسه یو میلیون خلکو له خپلو کورونو اورونو  دکوچیدا لامل شوی دی .

ورځپاڼې زیاته کړی:  دافغانستان حکومت   دکابل  له غږملتیا پرته   له ترکیې  د افغان کډوالو په زوره ویستلو  دترکې په اقدام نیوکې کړی دی .

  راپورښئ ، له ترکیې  دڅه دپاسه شپږ زره اته سوه  افغان کډوالو  په وباسلو پسې  دافغانستان د کډوالو دچارو  دوزارت مرستیال ویندوی  محمد رضا باهر  وئیلی ، انقرې   له  دغه وزارت سره له غږملتیا پرته  ا فغان کډوال  په اجباری توګه ویستلی دی . دغه افغان چارواکی  روښانه کړې  ، دترکیې حکومت   له افغان  حکومت سره  دافغان کډوالو د   په زوره  وباسلو په باب  هیڅ ډول موافقه نه ده کړې  اوحتی  دکډوالو  دچارو وزارت ته ئې   هیڅ ډول مخکینۍ اطلاع  هم نه  ده ورکړې . 

 محمد رضا باهر زیاته کړې ،  دافغانستان  د کډوالو دچارو مرستیال وزیر  د افغان کډوالو د  موضوع دارزونې لپاره  ترکیې ته په سفر تللی دی .

 === اوس هم راگرځو په کابل کښې چاپیدونکو ورځپاڼو ته ؛په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپلې اکثره لیکنې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې پرتو ستونزو ته بیلی کړی دی.

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی، که څه هم د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یوه اوونۍ وړاندې پیل شوی دی، خو تراوسه پورې ډېرو کمو کسانو ځانونه راجسټر کړی دی.

ورځپاڼه د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کم ګډون لاملونو ته په اشارې لیکی چې امنیتی ستونزی، د عامه پوهاوی نه موجودیت او پر انتخاباتو د خلکو بې باوری هغه لاملونه دی چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کم ګډون سبب شوی دی.

ورځپاڼې خپله سرلیکنه هم همدې مسئلې ته ځانګړې کړې او لیکلی دی چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر دومره پڅ روان دی چې نه یوازې هر با ضمیره افغان یې اندېښمن کړی، بلکې له چارواکو یې هم لاره ورکه کړې ده.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې حکومت، سیاسی لوریو او په تېره بیا نوماندانو ته د انتقاد ګوته نیولې او لیکلی دی چې دوی په دی برخه کې خپل رول نه دی لوبولی.

ــــ ملی آرمان ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو پر کم ګډون بحث کړی او په دی بهیر کې د خلکو کم ګډون یې د حکومت او انتخاباتو کمېسیونونو لپاره د شرم ځای بللی چې نه دی توانیدلی د خلکو باور خپل کړی.

ورځپاڼې وړاندې څلور کاله مخکې د جمهوری ریاست انتخاباتو ته اشاره کړې چې د پراخو درغلیو له کبله له رسوایی سره مخامخ شول او بلاخیره د انتخاباتو برخلیک د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر جان کیری لاس ته پریوت چې دې مسئلې د انتخاباتو په اړه د خلکو باور له منځه وړی دی.

خو ورځپاڼې امید څرګند کړی چې په راتلونکو ورځو کې به د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون پراخه شی او دوی کولای شی چې د درغلیو د مواردو په لیدو حکومت خبر او په دی توګه د هر هغه څه مخنیوی وکړی چې دا بهیر داغداره کولی شی.

--- هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کم ګډون پړه د انتخاباتو په کمېسیون اچولې چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره یې خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړی.

خو ورځپاڼې لیکلی دی چې د کمېسیون دې کور ودان وی چې اوس یې لا دې مسئلې ته پام شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا دا خورا ضروری ده چې خلک په دی رسالت پوه شی او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره تیاری ونیسی.

دی ورځپاڼې هم د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه بللې او لیکلی دی چې اوس ذهنیت دادی چې په تېرو انتخاباتو کې درغلۍ وشوې او د خلکو د رایو درناوی ونشو، نو خلک باید په انتخاباتو کې برخه وانخلی.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر وینا ته په اشارې سره  لیکلی دی چې ملکی او امنیتی ادارې باید د نوم لیکنې د بهیر لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړی او دینی عالمان دی هم د انتخاباتو په اړه خلکو ته تبلیغ وکړی.

=== افغانستان ما ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې هڅه کړې چې دې پوښتنې ته ځواب ومومی چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ولې ټیټه ده؟

ورځپاڼې لیکلی دی چې په دې اړه بېلابېلی کړۍ د خپلو سیاسی نظریاتو په پام کې ساتلو سره بېلابېل نظرونه څرګندوی، خو د ورځپاڼې په باور پکار ده چې حقیقی لاملونه وموندلی شی، څو حکومت یې چاره وکړی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې له طالبانو او داعش څخه د خلکو ویره له یوې خوا او په تېرو انتخاباتو کې د درغلیو له کبله پر دې بهیر د خلکو بې باوره کېدل له بل لوری خلک د نوم لیکنې په بهیر کې نه ګډون ته هڅولی دی.

خو ورځپاڼې په پای کې لیکلی دی چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د نه ګډون علت که هر څه وی، خو اوس حکومت، د انتخاباتو کمېسیونونو، مدنی ټولنو، سیاسی احزابو او رسنیو ته پکار ده چې په ګډه په دې برخه کې اقدام وکړی.

ورځپاڼې لیکلی دی، که په دی برخه کې په ګډه ګام پورته نشی، نو د خلکو نه ګډون به انتخابات له یوی بلی ستونزې سره مخامخ کړی.