دغه الوتکه په بریښنا او بیټرۍ سره چلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i90716-دغه_الوتکه_په_بریښنا_او_بیټرۍ_سره_چلیږي
زمونږ خبریال وايي په دنیا کښې لومړۍ او تر ټولو لویې له بریښنا او بیټرۍ څخه چلیدونکي الوتکې په بریالیتوب سره د الوت د ترسره کولو تجربه وکړه .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 13, 2020 08:33 Asia/Kabul
  • دغه الوتکه په بریښنا او بیټرۍ سره چلیږي

زمونږ خبریال وايي په دنیا کښې لومړۍ او تر ټولو لویې له بریښنا او بیټرۍ څخه چلیدونکي الوتکې په بریالیتوب سره د الوت د ترسره کولو تجربه وکړه .

د نړۍ لومړۍ بریښنايي الوتکه د مینګي ایکس په نوم یوه (۱) شرکت جوړه کړي ده .

دغه الوتکه د الوت لپاره سونګو یعني پیټرولو ته ضرورت نلري بلکې د بریښنا په چارج سره الوت کوي .

د دنیا سترې  لومړنۍ بریښناني الوتکې خپل لومړنی دیرش (۳۰ )دقیقې الوت په بریالیتوب سره بشپړ کړی دی .

د الوتکې د بیټرۍ په چارج کولو سره هغه یوسل شپیته (۱۶۰) کلومیټره سفر کولای شي .

دغه الوتکې ته د ای کیرو اوان نوم ورکړل شوی چې په یوه(۱) ساعت کښې یوسل اتیا (۱۸۰) کلومیټر مزل کولای شي او په دغه الوتکه کښې په یوخت نهه (۹) کسان کیناستلی شي .