د پیشو بریتونه کوم کارندوالی لري ؟
زمونږ خبریال وایي د ټولو پیشوګانو بریتونه وي او یوه(۱) عام خبره دا ده چې پیشوګانې د خپلو بریتونو په وسیله د خپل بدن انډول ساتي .
بیخي هماغه شان چې اکثره د ښکرو لرونکو ځناورو په هکله همدغه شان تفکر شته .
خو کارپيژاندي وايي چې د پیشوګانو او د ښکرو لرونکو ځناورو په هکله دا ډول تفکر او تصور بیخي غلط دی .
د پیشوګانو د بریتونو د خپل جسم د انډول له ساتلو سره هیڅ اړیکه نشته .
د نیسټ ویب سایټ (nest wevsite) د راپور پراساس د پیشوګانو بریتونه په اصل کښې د یوه (۱) سنسر(sensor) په توګه کار کوي .
پیشو په بریتونو سره د واټن د ځای او د بیلابیلو شیانو د اندازې او سایز پته لګوي او بریتونه پیشو له دغو شیانو خبروي .
پیشو حتی په تیارې کښې هم د خپلو بریتونو په وسیله کوم واټن یا د کوم شي سایز او اندازه معلومولی شي .
د تفصیل له مخې د پیشو بریتونه د تنګو ځایونو د بیلګې په توګه د موږکانو د سوړو او سوریو وغیره د پلنوالي اندازه هم اخیستلی شي .
پیشو په تیارې کښې هم د خپلو بریتونو په وسیله د موږکانو سوری معلومولی شي چې هغه څومره پلنوالی لري .
که چیرې پیشو کوم ټنګ ځای ته ننوځي نو دا د هغې بریتونه دي چې ورته وايي دې دغه تنګ ځای ته ننوتلی شي او دننه به ښخه نشي .
کارپيژاندي بیا زیاتوي د پیشو د بریتونو مختلف حالتونه د هغې د طبیعت او موډ په هکله معلومات ورکوي .
()
که چیرې د پیشو بریتونه په پرسکون حالت کښې لاندې خوا ته ټیټ وي نو معنا یې دا ده چې پیشو هم په پرسکون حالت کښې ده او هغه ارام کوي .
()
که چیرې د پیشو بریتونه دواړو خواو ته ولاړ وي نو مطلب یې دا ده چې هغه د دفاع کولو په حالت کښې ده او ډیره غوسه ده یا له کوم شي څخه ډر شوي ده .
()
که چیرې د پیشو بریتونه مخ خوا ته ولاړ وي نو مطلب یې دا دی چې پیشو په کوم تجسس کښې ده او د کوم شي ښکاره کولو هڅه کوي یا د لوبو د کولو په حالت کښې ده .
کارپيژاندي وايي د پیشو بریتونه څرنګه چې یو باقاعده غړی دی نو ځکه خو هغه د پیشو لپاره د سنسر(sensor) کار ترسره کوي .
نو ځکه خو هیڅکله باید د پیشو بریتونه غوڅ نه کړې شي ځکه چې دا به داسي وي لکه چې د پیشو سترګې ایستل شوي وي .