انسانان به له کورنیو ځناورو سره خبرې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i90848-انسانان_به_له_کورنیو_ځناورو_سره_خبرې_وکړي
زمونږ خبریال وايي د جاپان د سائینس او د ټیکنالوژۍ د وزارت د راپور پراساس شل (۲۰)کاله وروسته به انسان د ورچوئل ریلیټي او د اوګمینټیډ ریلیټي په استعمالولو سره له خپلو ځناورو سره خبرې اترې وکړي او د نورو خلکو او ځناورو د خواړو له خوړلو پرته به د هغوې له ذایقو څخه خوند واخلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 11:59 Asia/Kabul
  • انسانان به له کورنیو  ځناورو سره خبرې وکړي

زمونږ خبریال وايي د جاپان د سائینس او د ټیکنالوژۍ د وزارت د راپور پراساس شل (۲۰)کاله وروسته به انسان د ورچوئل ریلیټي او د اوګمینټیډ ریلیټي په استعمالولو سره له خپلو ځناورو سره خبرې اترې وکړي او د نورو خلکو او ځناورو د خواړو له خوړلو پرته به د هغوې له ذایقو څخه خوند واخلي .

د جاپان د سائینس او د ټیکنالوژۍ وزارت په دې هکله یو راپور خپور کړی دی چې پکښې اوه دیرش (۳۷) وړاند وینې یعني اټکلونه شوي دي چې تر دوه زره څلویښتم  (۲۰۴۰) میلادي کال پورې به ژوند څرنګه وي .

د جاپان دسائینس او د ټیکنالوژۍ د وزارت د راپور پراساس ورچوئل ریلیټي او اوګمینټیډ ریلیټي به د انسان د ورځنیز ژوند برخه وي او د انسانانو ګیر چاپیر په ټولو شیانو کښې چې موجود دي بدلون راشي .

د دغه راپور پراساس د ورچوئل ریلیټي او د اوګمینټید ریلیټي پراساس جوړ الات او شیان به د ژباړن یا د ورچوئل مرستیال په توګه کار وکړي او هغو به په پراخه سویه د نویو اړیکو د ټینګونکو په توګه دندې ترسره کړي .

ورچوئل ریلیټي به د انسانانو لپاره له خپلو کورنیو ځناورو سره د نیغ په نیغه د خبرو اترو امکان هم برابر کړي .