د انسان اعصاب څرنګه پیاوړي کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i90918-د_انسان_اعصاب_څرنګه_پیاوړي_کیږي
زمونږ خبریال وايي څرنګه چې مونږ د خپل جسم د وزن د کمولو لپاره ځینې خاص خواړه خورو او دغه راز د اعصابو د پیاوړي کولو لپاره هم ځینې مخصوص او ځانګړي خواړه شته چې زمونږ په اعصابو او دماغو باندې مثبت اغیز شیندي او دغه خواړه زمونږ اعصابو ته ډیرې ګټې هم رسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 10:45 Asia/Kabul
  • د انسان اعصاب څرنګه پیاوړي کیږي

زمونږ خبریال وايي څرنګه چې مونږ د خپل جسم د وزن د کمولو لپاره ځینې خاص خواړه خورو او دغه راز د اعصابو د پیاوړي کولو لپاره هم ځینې مخصوص او ځانګړي خواړه شته چې زمونږ په اعصابو او دماغو باندې مثبت اغیز شیندي او دغه خواړه زمونږ اعصابو ته ډیرې ګټې هم رسوي .

په دې سربیره دغه خواړه زمونږ اعصاب او دماغ له مرګونو او خطرناکو ناروغیو څخه هم بچ کوي .

کارپیژاندي وايي چې دغه خواړه د ماینډ ډایټ (MIND diet ) په توګه پیژندل کیږي او ددغو خواړو له کبله نه یوازې زمونږ د اعصابو حالت پیاوړی کیږي بلکې زمونږ په بدن کښې د وینې دباو هم انډوله ساتي .

دغه خواړه د اعصابو د کمیدا او د عمر په وجه د اعصابو او دماغو د ځوړتیا او د زوال د مخه د نیولو هڅه هم کوي .

په دې ترڅ کښې کارپيژاندي وايي که چیرې تاسو هم د خپلو اعصابو او دماغو د صحت او روغتیا د ښه کولو په فکر کښې یاست نو ضرور لاندې خواړه په خپلو ډوډیو او خوراک کښې شامل کړئ .

د اعصابو د پیاوړي کولو خواړه په دې ډول دي :-

()

تاسو باید هغه شنې سبزیانې چې پاڼې(leafy vegetables) لري استعمال کړئ لکه پالک ، تربې ،میتهی ، ګولپي یا ګوپي ، شلغم او ګاځرې وغیره .

تاسو باید زیاتې سبزیانې وخورئ او هڅه وکړئ  هغه سبزیانې چې تاسو یې خوارئ نشاسته ونلري ځکه چې په دغو سبزیانو کښې د کیلوریز اندازه کمه وي .

تاسو په خپلوخواړو کښې ریشه لرونکي خواړه شامل کړئ لکه پاستا، دلیه ، نسواري یعني براون  وریژې او غنم وغیره .

تاسو باید د زړو لرونکي میوې وخورئ او هره ورځ پینځه (۵) بادام وخورئ او په دې سربیره کاجو، غوزان او پسته وغیره هم وخورئ .

که چیرې تاسو غواړئ خپل دماغ او اعصاب پیاوړي کړئ نو کارپیژاندي وايي چې خپله ډوډۍ په زیتونو تیلو کښې پخه کړئ ځکه چې زیتون تیل د انسان د اعصابو لپاره ډیره ګټه لري .

 

په خپلو خواړو کښې  کبان او له اومیګادرې (Omega-3) څخه ډک خواړه شامل کړئ .

د اعصابو د پیاوړتیا لپاره کوم خواړ باید  استعمال نشي .

تاسو په خپلوخواړو کښې د بورې یعني چینې استعمال کم کړئ .

له سرکړیو څخه ډډه وکړئ .

د پنیز او د کوچو استعمال  کم کړئ .