د اسپانیا ښاریز ۲۹۷ ساعته سائیکل وچلوه
زمونږ خبریال وايي په اسپانیا کښې د یوه(۱) رستوران مالک په پرله پسې ډول په ورزش کښې کاریدونکي سټیشنري (stationary) یعني د حرکت نه کونکي سائیکل په چلولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ .
د اسپانیا ښاریز بین مائلز د ژوراک چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت سټیشنري سائیکل چې هغه په عادي ډول د ورزش کولو لپاره استعمالیږي تر دوه سوه اوه نوي (۲۹۷) ساعتونو پورې په چلولو سره ټول خلک حیرانه کړل .
د اسپانیا دغه ښاریز وايي چې زره د ژواک چاپیریال په هکله د خلکو د اطلاعاتو د زیاتولو او د هغوې د شعور د زیاتولو هڅه کوم او ځکه خو مو د نړیوال ریکارډ د جوړولو لپاره سټیټیک سائیکل په یوه (۱) ساعت کښې د دولس (۱۲) میټرو په سرعت سره وچلوه .
د اسپانیا دغه ښاریز وویل ما د دغه ریکارډ د جوړولو لپاره دولس (۱۲) ورځې او نهه (۹) ساعتونه ولګول او په دې وخت کښې مو په هرو پینځو(۵) ساعتونو کښې شل (۲۰) دقیقې دمه کوله چې خپلې جامې بدلې کړم او لږ شان ارام وکړم .