ایا کورونا ویروس د بوټانو په وسیله کور ته ورننوتلی شي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i90977-ایا_کورونا_ویروس_د_بوټانو_په_وسیله_کور_ته_ورننوتلی_شي
زمونږ خبریال وايي له کورونا ویروس څخه د بچ کیدا لپاره له ټولو مکمنو اقداماتو سره سره دغه ویروس په جامو او بوټانو سره زمونږ کور ته ننوتلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2020 08:08 Asia/Kabul
  • ایا کورونا ویروس د بوټانو په وسیله کور ته ورننوتلی شي ؟

زمونږ خبریال وايي له کورونا ویروس څخه د بچ کیدا لپاره له ټولو مکمنو اقداماتو سره سره دغه ویروس په جامو او بوټانو سره زمونږ کور ته ننوتلی شي .

طبي کارپیژاندي وايي د کورونا ساري ناروغۍ په وخت کښې هر سړی له دغه ویروس څخه د ځان د بچ ساتلو لپاره اساسي اقدامات ترسره کوي لکه چې بازار او دفترونو ته دتلو په خت د ماسک اچول ، د دستانو اغوندل او د ټولنیز واټن ساتل او له بهر څخه کور ته په وړونکو شیانو د سپرې کول او د لاسونو او پښو وینځل وغیره وغیره .

خو له دغو ټولو اقداماتو سره سره دغه ویروس بیا هم زمونږ کورونو ته په جامو او بوټانو سره ورننوتلی شي .

کارپيژاندي وايي همدا اوس د کورونا ویروس په هکله مونږ ډیر معلومات نلرو او په دغه ویروس تراوسه تحقیقات روان دي او په راتلونکو ورځو کښې به نور اطلاعات لاس ته راشي .

د جامو په وسیله کور ته د کورونا ویروس د ننوتلو امکان کم دی .

د امریکا طبي کارپیژاند ډاکټر وینسیټ وايي د جامو او د بوټانو په وسیله د کورونا ویروس د خپریدا او کور ته د هغه د ننوتلو امکان کم دی .

هغه وايي تراوسه په جامو سره کور ته د کورونا ویروس د ننوتلو کوم مورد نه دی لیدل شوی او مونږ دا ویلی شو چې جامې د کورونا ویروس د خپریدا سبب نشي کیدلای .

د امریکا ډاکټر وینسیټ وايي  کورونا ویروس د انسان له جسم بهر تر څو ساعتونو پورې ژوندی پاتې کیدلای شي .

کورونا ویروس په پلاسټیک او سټیل باندې د زیات وخت لپاره ژوندی پاتې کیدلای شي خو د دغو دوو (۲) شیانو په نسبت جامې بیا نرمې وي .

د کورونا ویروس په وخت کښې د جامو او د کالیو په هکله باید زیات احتیاط وشي .

کارپيژاندي ټینګار کوي له کورونا ویروس څخه د بچ پاتې کیدا لپاره بهر ته د تلو لپاره استعمالیدونکي جامې او کالي باید ژر ووینځل شي او هغه پاکې کړې شي  او تر ټولو مهم احتیاط د بیا بیا لاسونو او د خولې وینځل دي .

کارپیژاندي وايي چې خپلې جامې بهر په دکان کښې د وینځلو پرځاې باید په کور کښې ووینځل شي .

()

ایا کورونا ویروس د بوټانو په وسیله کور ته ورننوتلی شي ؟

د کور د باندې په تلو سره بوټان له ټولو شیانو زیات ګنده او سخا وي او په هغوې باندې ډول ډول باکټریانې ناستې وي .

په یوه (۱)راپور کښې ویل شوي دي چې د بوټانو په  تلي باندې دغه ویروس ناست وي .

د چین په ووهان ښار کښې د طبي عملې او د ډاکټرانو د بوټانو چې کله ازموینې وشوې نو معلومه شوه چې په ځانګړي څارنې برخې  یعني ايي سي یو (intensive care unit) کښې په کارکونکو کښې د نیمايي کسانو د بوټانو په تلیو پورې  سارس ویروس کو دوه ((SARS-CoV-2) ښخ و کوم چې د کورونا ویروس سبب کیږي .

له دغه تحقیق څخه معلومیږي چې د ډاکټرانو بوټان د کورونا ویروس د زیاتیدا سبب کیدلای شي .

طبي ماهرین وايي په بوټانو سره د کورونا ویروس د خپریدا امکان شته خو مونږ د بوټانو استعمال په دې ډول کوو په کوم ډول چې پکار دي  او مونږ خپل بوټان کور ، کوټو او پخلنځي ته نه وړو او نه لاس وروړو .

کارپيژاندي وايي چې د کورونا ویروس په وخت د خپلو بوټانو د پاک ساتلو کار ترسره کړئ او هغه د  کور دباندې کیږدوئ .