سر درد د میرمنې د شتمن کیدا سبب شو
زمونږ خبریال وايي د امریکا د یوې (۱) میرمنې د سر درد هغه وخت د هغې لپاره د خوشحالۍ سبب شو کله چې هغه یوې داروخانې یعني میډیکل سټور ته د درملو لپاره ورغلله او هلته یې د قرعه کشې یعني لاټرۍ(Lottery) یو(۱) ټکټ واخیست .
د امریکا دغه میرمن چې «اولګارچي» نومیږي وايي کله چې ما له داروخانې څخه درمل او د لاټرۍ ټکټ واخیست او کور ته راستنه شوم نو ومو لیدل چې زما په ټکټ باندې یو(۱) انعام وتلی دی چې پینځه لکه(۵۰۰۰۰۰) ډالره دی .
د امریکا دغه میرمنې وویل د ټکټ په لیدو سره ما په خپلو سترګو باور رانه غی چې زه دومره خوش قسمتي یم چې دغه ستر انعام مو ګټلی دی او زیاته یې کړه زه له خوشحالۍ کابو بې هوشه شوي وم .
د امریکا دغه میرمنې وویل زه به د لاټرۍ دغه پینځه لکه ډالره د خپل کور په مرمت کولو ولګوم او پاتې ډالر به راتلونکي ژوند یعني د متقاعد کیدا وخت ته پریږدم .