کورکمن د زخم د رغیده لپاره ډیرې ګټې لري
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i91027-کورکمن_د_زخم_د_رغیده_لپاره_ډیرې_ګټې_لري
زمونږ خبریال وايي کورکمن له ډيرې مودې راهسې د انسان د زخمونو د ښه کیدا لپاره استعمالیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2020 08:36 Asia/Kabul
  • کورکمن د زخم د رغیده لپاره ډیرې ګټې لري

زمونږ خبریال وايي کورکمن له ډيرې مودې راهسې د انسان د زخمونو د ښه کیدا لپاره استعمالیږي .

په یونان کښې په تیرو وختونو کښې خلکو  د کورکمن د میده کولو یعني د  پوډرو جوړولو سره د زخمونو او ټپونو معالجه او درملنه کوله او کورکمن یې د خدای پاک ج لخوا یوه (۱)ډالۍ ګڼله .

دا یوه (۱)په زړه پورې خبره ده چې خلک اوس هم د ناروغیو د درملنې لپاره کورکمن یا د هغه جرړې استعمالوي .

په دې سربیره د اسیايي هیوادونو ډير خلک اوس هم په خپلو خواړو او ډوډیو کښې کورکمن استعمالوي .

میده کورکمن نه یوازې د انسان د بهر زخمونه بلکې د بدن دننه زخمونه هم رغوي او د انسان په بدن کښې مات شوي سیلولونه هم سموي .

په زخمونو باندې د کورکمن پوډر څرنګه لګول کیږي .؟

()

تاسو باید د خپل زخم په اندازه میده یعني پوډر شوي  کورکمن په یوه لوخي کښې واچوئ او پکښې څو قطرې اوبه واچوئ او یو(۱) پنډ پیسټ ترې جوړ کړئ او بیا یې په زخم باندې ولګوئ .

بیا په زخم باندې یوه () پټۍ وتړئ او تر دوو (۲) ورځو پورې زخمې همداسې پریږدئ نو ډیر فرق به پکښې راغلی وي .

د سوزش یعني سیز لپاره د کورکمن استعمال :

داسې زخم چې له بهر څخه خو په ظاهره سم ښکاري خو د لاس په لګولو سره له داخل څخه تکلیف رسوي یعني درد کوي نو مطلب یې دا دی چې له داخل څخه سوزش دی او تاسو باید هیڅ پریشانه نشئ .

د داسې زخم لپاره د مرهم د جوړولو لپاره لږشان میده کورکمن واخلئ او پکښې لږ شان مالګه او د شړشمو تیل واچوئ او بیا یې په زخم ولګوئ او ورپسې دغه زخم ټینګ په یوې(۱) پټۍ او کپړې سره وتړئ نو په ډیر لږ وخت کښې به  دغه درد بیخي ختم شي .

()

کورکمن د انسان په بدن کښې دننه درد د یا زخم د سمولو صلاحیت شته .

کورکمن د سوزش یعني سیز د ختمولو لپاره ترټولو ښه درمل دي .

کورکمن د انسان د بدن له اغیزمن شوي برخې څخه باکټریا لیرې کوي او له جسم څخه د درد په ختمولو سره د انسان بدن صحت مند کوي .

کورکمن د زخم ګیرچاپیر ګټور سیلولونه هم تولیدوي .

په دې سربیره په شیدو کښې د کورکمن په اچولو سره هم د انسان په بدن کښې درد بیخي ختمیږي .

()

کورکمن د انسان مخ هم ښکلی کوي .

د ښه او پړک کونکي پوستکي لپاره خدای پاک ج کورکمن پیدا کړی دی .

تاسو باید لږ شان کورکمن واخلئ او پکښې څو قطرې لیمو واچوئ او بیا یې په مخ ولګوئ او پینځلس (۱۵) دقیقې وروسته مخ  ووینځئ د تاسو مخ او څیره به د ګلاب ګل په شان وغوړیږي .