د بریتانیا پولیسو د غله مرسته وکړه
زمونږ خبریال وايي په انګلستان کښې د غلې عجیبه پیښه وشوه او پولیس د غله ژغورلو ته مجبوره شول .
د انګلستان په جنوب لویدیځ کښې په یوې(۱) سیمې سوینډڼ کښې د غلې یوه (۱) عجیبه پیښه وشوه او هغه دا چې غل د غلا په وخت په کور کښې ښخ شو او د ځان د ژغورلو لپاره یې پولیسو ته ټیلي فون وکړ .
په سوینډن سیمه کښې یو(۱) غل فریډرک چې درې پنځوس(۵۳) کلن دی د یوه(۱) سړي له کور څخه له غلا کولو وروسته د تښتیدا هڅه کوله خو د کور په کړکي کښې ښخ شو .
نوموړي غله پولیسو ته د ټيلي فون په کولو سره وویل چې دې د یوه(۱) کور په کړکي ښې ښخ شوی او د یوې پښې د ښخیدا په وجه دې له کړکې څخه اپوټه ځوړنده شوی دی نو ما له دغه ځایه څخه وژغورئ .
د غله په غوښتنه پولیس د پیښې ځایه ته ورغلل او هغه یې وژغوره .
د انګلستان یوې(۱) محکمې د غله د اتلس (۱۸) میاشتې د زنداني کیدا او د پینځه نوي (۹۵) سټرلینګ پاونډه جرمانې د ورکولو حکم ورکړ .