د بریتانیا پولیسو د غله مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i91076-د_بریتانیا_پولیسو_د_غله_مرسته_وکړه
زمونږ خبریال وايي په انګلستان کښې د غلې عجیبه پیښه وشوه او پولیس د غله ژغورلو ته مجبوره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2020 10:59 Asia/Kabul
  • د بریتانیا پولیسو د غله مرسته وکړه

زمونږ خبریال وايي په انګلستان کښې د غلې عجیبه پیښه وشوه او پولیس د غله ژغورلو ته مجبوره شول .

د انګلستان په جنوب لویدیځ کښې په یوې(۱) سیمې سوینډڼ کښې  د غلې یوه (۱) عجیبه پیښه وشوه او هغه دا چې غل د غلا په وخت په کور کښې ښخ شو او د ځان د ژغورلو لپاره یې پولیسو ته ټیلي فون وکړ .

په سوینډن سیمه کښې یو(۱) غل فریډرک چې درې پنځوس(۵۳) کلن دی د یوه(۱) سړي له کور څخه له غلا کولو وروسته د تښتیدا هڅه کوله خو د کور په کړکي کښې ښخ شو .

نوموړي غله پولیسو ته د ټيلي فون په کولو سره وویل چې دې د یوه(۱) کور په کړکي ښې ښخ شوی او د یوې پښې د ښخیدا په وجه دې له کړکې څخه اپوټه ځوړنده شوی دی نو ما له دغه ځایه څخه وژغورئ .

د غله په غوښتنه پولیس د پیښې ځایه ته ورغلل او هغه یې وژغوره .

د انګلستان یوې(۱) محکمې د غله د اتلس (۱۸) میاشتې د زنداني کیدا او د پینځه نوي (۹۵) سټرلینګ پاونډه جرمانې د ورکولو حکم ورکړ .