یوه سړي خونړی شارک کب کنټرول کړ
Jun 27, 2020 11:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا یوه سمندر لمبو وهونکي کس په خونړۍ شارک کب د کنټرول په ترلاسه کولو سره ټول خلک حیرانه کړل .
د امریکا د دغه سړي ویډیو په اینترنیټ پاڼو باندې خپره شوي ده او ډیرو خلکو هغه خوښه کړي هم ده .
د امریکا په کیپ هینل اوپن سټیټ پارک کښې په اوبو کښې یوه (۱) لمبووهونکي په خونړي شارک کب کنټرول ترلاسه کړي او ټول خلک یې بیخي حیرانه کړل .
په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې نوموړی لمبو وهونکی د شارک کب په ملا ناست دی او د هغه خوله یې خلاصه کړي ده او هلته موجود خلک دغه منظره ویني .
ټیګونه