کاڼو د تانزانیا ښاریز ډیر شتمن کړ
زمونږ خبریال وايي د تانزانیا دوه پنځوس (۵۲) کلن ښاریز« سنینیو کریان لینزر» چې په معدن کښې کار کوي په یوه(۱) شپه کښې ډير شتمن شو .
د تانزانیا دغه معدن کیندونکي ته دوه (۲) داسې کاڼي په لاس ورغلي دي چې وزن یې پینځلس (۱۵) کلوګرامه دی او د هیواد د معدنونو وزارت له نوموړي سړي څخه دغه کاڼي په دوه اعشاریه څلور میلیونه سټرلینګ پونډو باندې اخیستي دي .
دغه قیمي کاڼي یوازې د تانزانیا په شمال کښې وي او دغه کاڼي په زیوراتو کښې استعمالیږي .
د دغو ګرانبیه کاڼو بیلابیل قسمونه او رنګونه وي چې پکښې شین ، زیړ ، اسماني شین او نور وغیره شامل دي .
د دغه کاڼي بیه د هغه د خالص توب او د ډیر کم پیدا کیدا په وجه ټاکل کیږي .
د تانزانیا ولسمشر جان مګلفي دغه ښاریز ته چې ګرانبیه کاڼي یې موندلي دي مبارکي ورکړي ده او ویلي یې دي دا په لږه سویه معدن چیانو ته ګټه رسوي او زیاته یې کړه له دې خبرې ثابته شوي ده چې تانزانیا یو(۱)شتمن هیواد دی .