ایا د تاسو موبائیل په ښه ډول نه چارج کیږي ؟
زمونږ خبریال وايي نن سبا کابو اکثره خلک موبائیل ټیلي فون استعمالوي خو د دوې لپاره ترټولو ستره مسله اکثره د چارج کولو ده .
په حقیقت کښې په اکثرو موبائیل ټیلي فونونو کښې څه موده وروسته دغه ستونزه رامینځته کیږي چې د بیټرۍ چارجیدل یې له عادي وخت څخه زیات وخت اخلي .
ډیرې داسې دلیلونه شته چې د یوه(۱) اینډراییډ (Android )موبائیل ټیلي فون د بیټرۍ د چارج کیدا سرعت سست کوي خو په دغه کار کنټرول ترلاسه کیدلای شي .
()
د موبائیل ټیلي فون د چارجولو د تار یا کیبل(cable ) ستونزه :-
د موبائیل ټیلي فون د بیټرۍ د چارجولو ترټولو کمزوری لینک( link) هغه تار او کیبل وي چې په وسیله یې بیټرۍ چارج کیږي .
داسې هم کیږي چې د چارج تار یا کیبل سم وي او هیڅ خرابۍ هم ونلري خو یو ایس بي(Universal Serial Bus) تار او کیبلز ته اکثره له داخل څخه تاوان رسوي چې له کبله يې د بریښنا د کرنټ یا بهیر د رسولو صلاحیت تر اغیز لاندې ورولي .
که چیرې اوس تاسو داسې فکر کوئ چې د موبائیل د ټیلي فون د بیټرۍ دچارج کیدا سرعت سوکه دی نو د دغه مشکل اسانه لاره د چارج کولو د تار یا کیبل بدلول دي .
()
د کامپیوتر په ځاې د بریښنا پلګ اوټ لیټ(Electrical Outlets) استعمال کړئ
د موبائیل د بیټرۍ په چټکې سره د چارج کولو لپاره ښه خبره دا ده چې پاور اډاپټر(power adapter) د بریښنا په پلګ اوټ سیمه کښې ولګوئ او موبائیل ترې چارج کړئ .
په کامپیوټر کښې په یو ایس بي پورټس کښې اکثره نیم واټ بریښنا یا کرنټ وي او د دې په مقابل کښې د نن سبا وخت په موبائیل ټیلي فونونو د چارج کولو لپاره له دولس (۱۲) واټو څخه د کم کرنټ چارجرونه نه وي یعني د کامپیوټر په مقابل کښې چارجر پینځه (۵) برابره زیاته بیټرۍ زر چارج کوي .
()
کمزوری پاور اډاپټر(power adapter) :-
د بریښنا ټول اډاپټرونه یوشان نه وي .
په اوسنیو وختونو کښې له موبائیل ټیلي فونونو سره یوځاې د بریښنا اډاپټرونه هم پیاوړي کړی شوي چې شل (۲۰) یا له هغه هم زیات واټ بریښنا ورکوي چې له کبله یې د موبائیل بیټرۍ په لږ وخت کښې چارج کیږي .
که چیرې مونږ غواړو د موبائیل ټیلي فون بیټرۍ مو زر چارج شي نو باید د زاړو پاور اډاپټرونو پرځاې باید نوي اډاپټرونه استعمال کړو .
()
د موبایل ټیلي فون د بیټرۍ د چارج کیدا ستونزه :-
د تاسو د موبائیل ټیلي فون بیټرۍ به هغه وخت په چټکې سره چارج شي کله چې هغه تاسو ګل یعنی اف (Off)کړئ او که چیرې موبائیل بل وي یعني ان (On )وي نو د چارجر انرژۍ په بیلابیلو برخو ویشل کیږي چې هغه د بیک ګراونډ کار او د موبائیل لپاره انرژۍ برابره کړي .
که چیرې تاسو موبائیل ټیلي فون نه بندوئ نو لږ تر لږه یې د چارج کیدا په وخت مه استعمالوئ .
()
په چارجینګ پورټ کښې ستونزه :-
چارجینګ پورټ(charging port) ته باید په ښه ډول وکتل شي چې پکښې خاوره یا کوم ډول ګند خو نشته او که چیرې ضروري وي نو باید په یوه لرګي سره پاک کړئ شي .
()
موبائیل ټیلي فون د ډیر وخت لپاره په چارج کښې مه پریږدئ .
که چیرې د تاسو د موبائیل بیټرۍ چارج شوي ده او بیا هم موبائیل تر ساعتونو ساعتونو پورې له بریښنا سره وصل پریږدئ نو دا کار بیټرۍ ته ډیر زیات تاوان رسوي .
کله چې د موبائیل فون بیټرۍ سل (۱۰۰)فیصده چارج شوي وي او هغه په چارج کښې لګیدلی وي نو په بیټرۍ باندې سټریس زیاتیږي او داسه ووایه چې په بیټرۍ ډير زیات سټریس دی او له کبله یې د بیټرۍ ژوند اغیزمن کیږي .