نړۍ کښې نورې ناروغیانې لس لکه کسان وژلی شي
Jul 07, 2020 06:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي طبي کارپیژاندو او ډاکټرانو ویلي دي کورونا ویروس ته د ماتي د ورکولو د هڅو په وجه د نورو ناروغیو له کبله له لسو (۱۰) لکو څخه زیات کسان وژل کیدلای شي .
د نړیوالې ایډز ټولنې لخوا په یوه(۱) نوي خپور شوي راپور کښې ویل شوي دي چې د ټولې دنیا د حکومتونو او خلکو پام او ټول وسائیل نن سبا د کورونا ویروس په ختمولو متمرکز شوي دي چې له کبله یې د ایډز ، ټي بي یعني نري رنځ او د نورو ناروغیو پرضد د لسیزو لسیزو هڅې اغیزمنې کیدلای شي .
پرون په اکلینډ ښار کښې په دورویشتم (۲۳) نړیوال ایډز کانفرنس کښې د ایډز د نړیوالې ټولنې اندیښنې بیان شوې .
ټیګونه