په نهاره ورزش خطرناک کیدلای شي
زمونږ خبریال وايي اکثره خلک د سهار په وخت په نهاره د ورزش کولو عادي دي او که چیرې تاسو هم د وزن د کمولو لپاره په نهاره ورزش کوئ نو دغه عادت د ګټور کیدا پرځاې د تاسو جسم او بدن له ډيرو تاوانونو سره مخ کولای شي .
د ورزش د چارو کارپيژاندي له ورزش کولو مخکې د ډوډۍ د خوړلو که هغه چای وي او یا دوې (۲) کیلې ولې نه وي او دغه راز د میوو د جوس د څښلو سپارښتنه کوي .
د ورزش د چارو کارپیژاندي وايي چې په نهاره یا په وږي خیټه ورزش کول ځینې تاوانونه هم لري .
()
د انسان د وژو ختمیدل :-
کارپيژاندي وايي چې په نهاره یا وږي خیټه د ورزش کولو په وخت د انسان د بدن وژې اغیزمنې کیږي او هغه کمزوري کیږي چې په پایله کښې یې د وزن له کمیدا وروسته زر کمزوري کیدلای شي .
په نهاره د ورزش کولو په وجه انسان د چست یعني د سمارټ (SMART) د ډنګر یعني د سلیم (slim ) او صحت مند کیدا پرځاې کمزوری او بیمار کیدلای شي .
()
د ورزش کولو په وخت د زیاتې ستړیا احساسیدل :-
د انسان په بدن کښې د سونګو ، انرژۍ یعني د خواړو د نشتون په وجه د ورزش د وخت له ختمیدا مخکې انسان ستړی کیدلای شي .
له څه خوړلو او څښلو پرته د ورزش کولو په وجه د انسان د وینې دباو( Blood Pressure) او د شوګر(Blood Sugar) یعني په وینې د خوږوالي سویه غیرانډوله کیدلای شي چې له کبله یې ورزش د ګټور کیدا پرځاې د انسان د صحت او روغتیا لپاره تاواني کیدلای شي .
()
د زړه کچه کیدل یا خوا بدیدل :-
د ورزش د چارو کارپيژاندي وايي د لوږې په وخت د ورزش کولو معنا دا ده چې د تاسو بدن د کیلوریز د سوځولو لپاره په تاسو کښې موجوده انرژۍ او شوګر یعني خواږه استعمال کړي چې له کبله یې د تاسو طبعیت او جسمي حالت خرابیدلی شي او دغه راز الټۍ ، د سر ګډیدل او خوا بدي کیدل او کانګې هم راتللی شي .
د خیټې د خالي کیدا په وجه په معدې کښې د ایسټیک مادو اخراجیدل هم د معدې د خرابیدا امکان هم شته .