په هندوستان کښې بزه ونیول شوه
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په کانپور ښار کښې پولیسو د ګزمې په وخت یوه بزه (چیلۍ) د ماسک د نه اچولو په خاطر ونیوله او د پولیسو ټاڼې یعني پوستې ته یې بوتلله .
د بزې مالک د پولیسو مرکز ته په ورتلو سره د هغې د خوشي کیدا غوښتنه وکړه او پولیسو هم په دې شرط چې بیا به له ماسک پرته بزه په سړکونو یوازې نه پریږدي دغه بزه خوشي کړه .
د بزې د نیولو خبر چې کله په اینټرنیټ پاڼو خپور شو نو خلکو د کانپور په پولیسو نیوکه وکړه او خپل اعتراض یې هم وکړ او پولیسو هم د خپل دریځ په بدلولو سره وویل مونږ د بزې د مالک نیول غوښتل کوم چې ماسک نه و اچولی او د دغه سړي د نیولو لپاره مو د هغه بزه د پولیسو تاڼې ته راوستلي وه .
له دې مخکې د هندوستان د پولیسو د مرکز یوه (۱) افسر سیف الدین خبریالانو ته وویل اوس خو خلک سپو ته ماسکونه وراچوي او بزې بیا ولې ماسکونه وانه اچوي .