د انډونیزیا انجلۍ په کور کښې ماران ساتي
Jul 30, 2020 07:47 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د انډونیزیا یوې (۱) څوارلس (۱۴) کلنۍ انجلۍ «اسما کمال» د خطرناکو مارانو په روزلو سره ټوله دنیا حیرانه کړي ده .
د انډونیزیا دغه څوارلس (۱۴) کلنه جینۍ داسې یو(۱) انسان دی چې د خطرناکو مارانو یعني اژدها د ساتلو شوق لري او هغې د خپل شوق د پوره کولو لپاره په کور کښې شپږ(۶) لوی ماران ساتلي دي .
د انډونیزیا دغه انجلۍ له دغو شپږو (۶) مارانو سره د ماشومانو په شان مینه کوي او ورسره لوبې هم کوي .
د انډونیزیا د دغه انجلۍ یوه (۱)ویډیو په اینټرنیټ پاڼې په تیزې سره خپره شوي چې هغه پکښې په کور کښې ساتل شوي ماران په اوبو کښې لمبوي .
د انډونیزیا دغه جینۍ زیاتوي ما سره له تیرو لسو(۱۰) کلونو راهسې دغه ماران شته او زه ورسره ډیره مینه هم کوم .
ټیګونه