د امریکا دوه میاشتني ماشوم خبرې وکړې
Aug 20, 2020 06:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې یوه (۱) دوه (۲) میاشتني ماشوم د خپلې مور خبرې تکرار کړې او ټول خلک یې حیرانه کړل او د دغه ماشوم ویډیو په اینټرنیټ پاڼو باندې خپره شوي او ډیرو خلکو لیدلي او خوښه کړي ده .
په دغه ویډیو کښې لیدل کیږي چې د مور لخوا دغه خبره وشوه چې زه له تا سره مینه کوم نو دوه (۲)میاشتني ماشوم هم ايي لو یو ( I Love You) وویل .
د امریکا د دوه (۲) میاشتني ماشوم کیسیا کیمرون مور د خپل بچي په دغه حرکت حیرانه شوه او په خندا شوه .
دماشوم ویډیو د هغې نیا لارا اسیکډسن په ټیک ټوک(TikTok) اینټرنیټ پاڼې خپره کړه او ورسره یې ولیکل زما لمسی صلاحیت لرونکی دی .
تراوسه لسو (۱۰) لکو کسانو دغه ویډیو لیدلي ده .
ټیګونه