کورونا ویروس د انسان زړه ته هم تاوان رسوي
زمونږخبریال وايي د کورونا ویروس په هکله په یوه(۱) تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې کورونا ناروغۍ نه یوازې د انسان سږو ته بلکې د بدن نورو غړیو او په تیره بیا زړه ته هم تاوان رسوي .
د کورونا ویروس له کبله زړه ته د تاوان زیات موردونه په ځوانانو کښې رامینځته شوي دي .
په جرمني کښې په یوه (۱) تحقیق کښې د کورونا ویروس په سلو (۱۰۰) ناروغانو کښې چې عمرونه یې نهه دیرش (۳۹) کلونه وو د اتیا (۸۰) فیصده کسانو زړونو ته تاوان رسیدلی و او د شپیتو (۶۰) فیصدو ځوانانو د زړه غړي بیا سوځیز درلود .
په امریکا کښې هم دې ته ورته موردونه لیدل شوي او په دې هکله نور تحقیقات روان دي .
ډاکټرانو او کارپيژاندو ویلي دي چې کورونا ویروس له سږو سره سره د جسم نورو غړو په تیره بیا زړه ته زیات تاوان رسولی شي نو ځکه خو د زړه ، د شکرې او د وینې د لوړ دباو مریضان باید له کورونا څخه د ځانونو د بچ ساتلو لپاره زیات احتیاط وکړي .