د سترګو لاندې تورې حلقې څرنګه ختمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92750-د_سترګو_لاندې_تورې_حلقې_څرنګه_ختمیږي
زمونږ خبریال وايي د انسان د سترګو لاندې له تورو ځایونو یعني حلقو(dark circles around the eyes) څخه ښځې او سړي دواړه کړیږي کوم چې د انسان په مخ ډیر بد ښکاري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 07:56 Asia/Kabul
  • د سترګو لاندې تورې حلقې څرنګه  ختمیږي

زمونږ خبریال وايي د انسان د سترګو لاندې له تورو ځایونو یعني حلقو(dark circles around the eyes) څخه ښځې او سړي دواړه کړیږي کوم چې د انسان په مخ ډیر بد ښکاري .

د انسان د سترګو ګیرچاپیر د تورو حلقو رامینځته کیدل ډیر دلایل لري چې پکښې تاوتریخوالی یعني ټینشن ، ذهني دباو ، د خوب کمی ، د هارمونونو بدلونونه وغیره وغیره شامل دي .

له دغو ستونزو د ځان د خلاصولو لپاره انسان د ځینو عادتونو په خپلولو سره ښې نتیجې ترلاسه کولی شي .

د انسان د سترګو لاندې تورې حلقې د هیڅ چا نه خوښیږي او په سینګار یعي میک اپ سره د دغو تورو حلقو د پټولو کار ډیر وخت ته اړتیا لري .

په ورځ  یعني رڼا کښې د انسان د سترګو لاندې دغه تورې حلقې ډیرې واضحې ښکاري او د انسان شخصیت اغیزمن کوي .

د انسان د سترګو لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره د ګران بیه کریمونو او کیمیاوي موادو او درملو له استعمالولو پرته د لاندې چارو د ترسره کولو سپارښتنه شوي ده چې له کبله یې د مثبتو بدلونونو په راتلو سره انسان له دغه مشکل څخه خلاصیږي .

()

د واورې یعني د یخو استعمال :-

د خپلو سترګو لاندې په تورو حلقو باندې د واورې یعني د یخو په کیښودلو سره نه یوازې دغه تورې حلقې ختمیږي بلکې د تاسو د بدن پوستکی به صحت مند او نور هم  ښه شي .

تاسو باید د یخو یوه (۱) ټوټه واخلئ او د سترګو لاندې تورې حلقې ورباندې په نرمۍ سره  مساج کړئ .

()

د انسان د سترګو د لاندې د تورو حلقو د ختمیدا لپاره د الو استعمال :-

د الو یعني د کچالو استعمال د انسان د پوستکي لپاره ډیر ګټور دي .

تاسو باید له الوګانو اوبه وباسئ او هغه بیا په مالوچو سره د سترګو لاندې په تورو حلقو باندې ولګوئ او پینځلس (۱۵) دقیقې وروسته سترګې په سړو اوبو سره ووینځئ .

()

د سترګو د لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره د ټماټرو یعني د سرو بانجانو استعمال :-

ټماټر یعني سره بانجان چې بانجان رومي هم ورته ویل کیږي د انسان د سترګو لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره ډیره ګټه لري .

ټماټر په طبیعي ډول نه یوازې د سترګو لاندې تورې حلقې ختموي بلکې د انسان د بدن  پوستکی هم نرموي .

تاسو باید د یوه(۱) قاشق یعني چمچ ټماټرو( tomato ) په اوبو یعني جوس کښې د یوه(۱) قاشق لیمو د اوبو په شاملولو سره هغه د سترګو لاندې په تورو  حلقو ولګوئ او تر لسو (۱۰) دقیقو پورې یې پریږدئ .

له لسو (۱۰) دقیقو وروسته مخ په اوبو سره ووینځئ او د ښې نتیجې تر ترلاسه کولو پورې دغه کار په ورځ کښې دوه (۲) ځله ترسره کړئ .

()

د سترګو لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره د شنو چایو یعني ګرین ټي بیګز(Green Tea Bags) استعمال :-

تاسو باید د شنو چایو کوچنی ټي بیګ په اوبو کښې له لمدولو سره هغه په یخچال یعني فریج کښې کیږدئ او چې کله سوړ شي نو د خپلو سترګو لاندې په تورو حلقو یې کیږدوئ او د سترګو په پټولو سره ارام سره په کټ ډډه ولګوئ .

په ورځ کښې څو ځله د دغه کار په ترسره کولو سره ښه نتیجه ترلاسه کیدلای شي .