سائینس پوهانو د ماشومانو د کرونا نښې وښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92754-سائینس_پوهانو_د_ماشومانو_د_کرونا_نښې_وښودلې
زمونږ خبریال وايي په ماشومانو کښې د کورونا ویروس نښې نښانې څه دي ؟ اوس د ایرلینډ هیواد سائینس پوهانو نوي خبره ایشوا کړي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 09:22 Asia/Kabul
  • سائینس پوهانو د ماشومانو د کرونا نښې وښودلې

زمونږ خبریال وايي په ماشومانو کښې د کورونا ویروس نښې نښانې څه دي ؟ اوس د ایرلینډ هیواد سائینس پوهانو نوي خبره ایشوا کړي ده.

د ایرلینډ د بلفاسټ د کوئنز پوهنتون سائینس پوهانو په خپلو تحقیقاتو کښې دغه نتیجه ترلاسه کړي ده چې ټوخي ، تبه او د بوې کولو  د حس ختمیدل د کورونا ویروس ترټولو سترې نښې دي خو دغه نښې بیا  په ماشومانو کښې ډیرې نه وي .

په ماشومانو کښې د کورونا ویروس زیاتې نښې بیا په نس ناستي یعني اسهال ، خوا بدي کیدا یعني الټیو او د خیټې د سختوالي او د خیټې درد کولو سره وي .

د ایرلینډ د تحقیقاتي ډلې مشر ډاکټر ټام واټرفیلډ وویل ټوخي د کورونا ویروس ترټولو ستره او حتمي نښه ده خو په ماشومانو کښې دغه نښه له نورو سترو نښو سره یوځاې نا څه  شمیرل کیږي .

په ماشومانو کښې نس ناستی او الټې د کورونا ویروس دوې (۲) سترې نښې دي .

د نس ناستي او د الټې په بڼه کښې میندې او پلاران باید خپل ماشومان د کورونا ازمیښت لپاره لیبراتور او ډاکټر ته بوځي .