په ښاریز میرمنه دومره ګرانه وه چې مجسمه یې جوړ کړه
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوه سړي د خپلې میرمنې له مړینې وروسته د هغې د درنښت کولو لپاره نوی مثال قائم کړی او د مغل باچا شاه جهان یاد یې تازه کړی دی .
د هندوستان د تامیل ناډو صوبې یوه (۱) ستر تاجر سیتهورامن د خپلې میرمنې له مړینې وروسته اوس د هغې د حقیقي قد او د جسم په اندازه مجسمه جوړه کړي ده او په خپل کور کښې یې نصب کړي ده .
په دغه مجسمې کښې د هندوستان د تاجر سیتهورامن د میرمنې مجسمې د شین او د سور رنګ ساړهي اچولي ده او په یوه(۱) کرسۍ ناسته ده او دغه راز زیورات یې هم اچولي دي .
د هندوستان ښاریز دغه مجسمه له فائبر ، ربړ او خاصو رنګونو څخه جوړه کړي ده چې هغه تر ډیر وخت پورې سالمه پاتې شي .
د هندوستان دغه ښاریز له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل په ما باندې خپله میرمنه ډیره ګرانه وه او زه هغه ډیره یادوم او هغه دیرش (۳۰) ورځې مخکې مړه شوي ده .
د هندوستان ښاریز سیتهورامن په کور کښې د خپلې میرمنې د مجسمې د ساتلو د دلیل په هکله وویل ما ځکه په کور کښې مجسمه کیښودلي ده چې زه د تل لپاره له هغې سره وم .