کورونا ویروس د سړیو جنسي قوت ته تاوان رسوي
زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس د سړیو د جنسي قوت ترټولو ستر دښمن دی او سائینس پوهانو په نوي تحقیق کښې سړیو ته خبرداری ورکړی دی .
ډیرو تحقیقاتو دغه خبره کړي ده چې کورونا ویروس د ښځو په نسبت د سړیو لپاره دوه (۲) برابره خطرناک ثابتیږي .
اوس په یوه (۱) نوي تحقیق کښې د ترکیې سائینس پوهانو د دغه کار ممکنه وجه هم ښودلي ده .
د ترکیې د میرسین پوهنتون محققانو په خپل تحقیق کښې ویلي دي چې کورونا ویروس د سړیو تر ټولو ستر دښمن دی ځکه چې په سړیو کښې مردانه هارمون ټیسټو سیټیرون (Testosterone) شته او سائینس پوهان وايي چې کورونا ویروس د سړیو مردانه هارمون ټیسټو سیټرون خپل خواړه ګرځوي او کورونا ویروس په چټکۍ سره ځان ته وده ورکوي .
څرنګه چې په سړیو کښې ټیسټو سیټرون هارمون په زیاته اندازه کښې وي او ځکه خو کورونا ویروس په چټکۍ سره ځان ته وده ورکوي او ډیره زوروه حمله کوي .
د ترکیې سائینس پوهانو وویل کورونا ویروس د سړیو د مردانه هارمون ټیسټو سیټرون په کارولو سره د سړیو د بدن نظام کمزوری کوي او دغه ویروس ته بیا د سړیو د بدن د غړیو له کاره غورځول اسانیږي .
د ترکیې سائنیس پوهانو په خپل تحقیق کښې داسې سړي هم معلوم کړي دي چې په کورونا ویروس د ککړیدا په وجه یې خپل جنسي تحریک په کامل ډول له مینځه تللی دی .
کله چې د ترکیې سائینس پوهانو د کورونا ویروس په ککړو کسانو کښې د ټیسټو سیټرون هارمون اندازه چیک کړه نو دغه اندازه ډیره کمه وه .
په دغه تحقیق کښې یوپنځوس (۵۱) فیصده ګډون کونکي داسې کسان هم وو چې په بدن کښې یې د کورونا ویروس له شتون وروسته په مناسب مقدار کښې د ټیسټو سیټرون هارمون تولیدول بندي کړي وو .