یوه پلار ۴۸ کاله وروسته خپل زوی ولید
زمونږ خبریال وايي د امریکا یو(۱)پلار او یو(۱) زوی له اته څلویښتو (۴۸) کلونو وروسته چې کله یوبل ولیدل نو په ژاړا شول .
د امریکا د پلار او د زوي په دغه ملاویدا کښې فیسبوک اینټرنیټ پاڼې مهم رول ولوبوه چې له کبله یې دغه دواړه له اته څلویښتو (۴۸) کلونو وروسته له یوبل سره ملاو شول .
د امریکا ښاریز پیټرک له خپل زوي جونیر پیټرک څخه اتله څلویښت (۴۸) کاله مخکی ورک شوی و یعني هغه وخت چې زوی یې پینځه(۵) کلن و .
د پیټرک کورنۍ د کوچنی پیټرک د لټولو لپاره ډیره هڅه وکړه خو د هغه درک ونه لګید .
دوه (۲) کاله مخکې د پلار پیټرک خور ته په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې باندې د جونیر پیټرک په نوم یو (۱)کس ملاو شو چې پکښې د خپل وراره په شان حرکات او عادتونه وو .
کله چې د جونیر پیټرک ترور له جونیر پیټرک څخه پوښتنې او معلومات ترلاسه کړل نو معلومه شوه چې نوموړی جونیر پیټرک دی کوم چې اته څلویښت(۴۸) کاله مخکې له پلار څخه ورک شوی و .