یوې میرمنې مسواک روغ تیر کړ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i93957-یوې_میرمنې_مسواک_روغ_تیر_کړ
زمونږ خبریال وايي په سعودي عربستان کښې یوې (۱) میرمنې د غاښونو د پاکولو په وخت روغ مسواک یعني ټوت برش تیر کړ او ډاکټرانو بیا ورته جراحۍ یعني اپریشن وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 03, 2020 15:31 Asia/Kabul
  • یوې میرمنې مسواک روغ تیر کړ

زمونږ خبریال وايي په سعودي عربستان کښې یوې (۱) میرمنې د غاښونو د پاکولو په وخت روغ مسواک یعني ټوت برش تیر کړ او ډاکټرانو بیا ورته جراحۍ یعني اپریشن وکړ .

د سعودي عربستان شل (۲۰) کلنه انجلۍ په مکې کښې د النور په نوم روغتون ته ورغلله او ډاکټرانو ته یې وویل چې دې په غلطۍ سره د غاښونو د پاکولو په وخت مسواک روغ تیر کړی دی .

دغه میرمنې وویل د غاښونو د پاکولو په وخت مسواک زما له ګوتو خلاص شو او په مري کښې مې ښخ شو .

هغې زیاته کړه ما هڅه وکړه چې په لاسونو سره مسواک له خپلې مرې راوباسم خو هغه نور هم په مرې کښې ننوت او لاندې لاړ او له دغه ځایه بیا معدې ته ورسید .

د سعودي عربستان د دغه میرمنې چې کله ایکسره واخیستل شوه او سي ټي اسکین یې وشو نو د هغې په معدې کښې مسواک موجود  و  او هغه سمدستي د جراحې کوټې یعني اپریشن تهیټر ته یوړل شوه .

ډاکټرانو په شلو (۲۰) دقیقو کښې د هغې له معدې څخه مسواک وویست .