د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100210-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو سلامونه مو ومنئ اوس د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه کوو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2021 06:47 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو سلامونه مو ومنئ اوس د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه کوو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .

کیهان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ د ایران د محصیلینو له تشکلونو سره د اینټرنیټ له لارې د اسلامي انقلاب  ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د کتنې عکس خپور کړی دی .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغه کتنې کښې د ښه حکومت ځانګړتیاو ته په اشارې سره وویل  داسی سړی چې باوري دی د هیواد د دننه کار نشو کولای په خلکو باندې د واکمنۍ کولو لایق نه دی .

د فلسطین ډلو بالاخره خپل ګواښ عملي کړ او د «قدس د تورې » په نوم عملیاتو کښې یې د شپږ سوه (۶۰۰) توغندیو په ویشلو سره نیواکي ټاټوبي د صهیونیسټانو لپاره په جهنم بدل کړل .

صهیونیسټ رژیم هم دغو توغندیو بریدونو ته په غبرګون کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې په ملکي وګړو باندې  حملې سره د نهو (۹) ماشومانو په شمول څلرویشت (۲۴) فلسطینیان شهیدان کړل .

د چین له نفوذ سره د مقابلې په هدف سره د امریکا د جاپان د اسټرالیا او د فرانسې اوه (۷) ورځنی پوځي مانوره پیل شوه .

د عراق په لویدیځ او د سوریې په شمال کښې د امریکا په ترهګرو عسکرو او د ترکیې په نیواکګرو پوځیانو باندې بمي چاودنه او راکټي حمله وشوه .

د روسیې د تاتارستان جمهوریت د« کازان» ښار په یوه (۱) ښوونځي کښې د دوو (۲) وسله والو کسانو په ډزو کښې کابو یولس (۱۱) کسان چې اکثره یې زده کونکي دي ووژل او څو نور ژوبل هم شول .

د چین د باندنیو چارو وزیر هوا چونینګ د مسلمان میشته« سین کیانګ» ولایت  د حالت په هکله د غونډې د ترسره کولو لپاره د امریکا وړاندیز ته په غبرګون کښې وویل امریکا له بل هر هیواد څخه زیات مسلمانان وژلي دي او واشنګټن په څه د پاسه اتیا(۸۰) هیوادونو  کښې د جنګونو په رامینځته کولو سره څه د پاسه اته لکه (۸۰۰۰۰۰) کسان وژلي دي .

د امریکا د پولیسو د څاروي توب او د تاوتریخوالو د څه د پاسه سلو(۱۰۰) وژل شویو کورنیو په ملګروملتونو غږ کړی چې د تورپوستو پرضد د امریکا د پولیسو د تاوتریخوالو په هکله تحقیق ترسره کړي .

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او(who) د هندوستان کورونا ویروس د خطرناکو ویروسونو په فهرست کښې شامل کړ .

()

د تهران راډیو داینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د سیدالشهدا ښوونځي په زده کونکو باندې ترهګره حمله چې د کابو یوسل دیارلسو (۱۱۳) کسانو د وژل کیدا او د څه د پاسه یوسلو پنځوسو (۱۵۰) نور د ژوبلیدا سبب شوه په کلکه وغندله .

د صهیونیسټ رژيم پوځ د فلسطین د ملت پرضد د خپلو تیریو د نوي پړاو په دوام کښې د لسو(۱۰) ماشومانو په شمول اتویشت (۲۸) فلسطیني وګړي شهیدان کړل .

د عراق د ملي حکومت ډلې مشر سید عمار حکیم په کربلا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ باندې د یوشمیر بلواګرو حملې ته په غبرګون کښې دغه حمله وغندله او د ډيپلوماټیکو ځایونو د امنیت په تامینولو یې ټینګار وکړ .

د امریکا چارواکو د دغه هیواد د تیلو د یوه(۱) ترټولو مهمو او ستر پایپ لاین له لارې د سونګو د انتقال غوڅیدا ته په غبرګون کښې په اولسو (۱۷) ایالتونو او کولمبیا سیمه ځانګړی حالت اعلان کړ .

پوځي سرچینو د یمن په مارب ولایت کښې د عبدربه منصور هادي د استعفا شوي حکومت د ځانګړو ځواکونو په اډې باندې د پوځ او د ولسي کمیټیو د توغندوي حملې خبر ورکړ .

د عراق ستر مذهبي مرجع ایت الله العظمی سیستاني د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په سید الشهدا ښوونځي باندې له ترهګرۍ حملې وروسته چې د لسګونو زده کونکو د مړینې او د ژوبلیدا سبب شوه وویل مسلمانان باید د افغانستان خلک د ترهګرو په مقابل کښې یوازې پرې نه ږدي .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، اروپايي اتحادیه له دغه اتحادیې سره د خپل هیواد د یوځاې کولو په هکله خپلو ژمنو ته په ناپاې بندۍ او سټراتيژیکې تیروتنې تورنه  کړه  او ویې ویل انکارا په اروپايي اتحادیې کښې د غړیتوب سټراټیژیک هدف ته په رسیدا کښې خپلو دریځونو ته پاې بنده ده .

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته په یوه (۱) پیغام کښې په نیواکي قدس کښې د روانو بدلونونو او د پیښو د بیانولو په ترڅ کښې د قدس د وسیدونکو د ملاتړ او د سرائیلي نیواکګرانو د جنایتونو د بندولو لپاره د اسلامي نړۍ د پریکنده دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه .

د افغانستان حکومتي چارواکو او د ایران د پاکستان د امریکا ، اروپايي اتحادیې او ملګروملتونو په شمول د نړۍ بیلابیلو هیوادونو د کابل ترهګره حمله په کلکه وغندله .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو عزتمنو لوستونکو  اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په ګډون، د سید الشهدا پر ښوونځي برید، کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د ورتګ  او د اوربند په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

()

هشت صبح  ورځپاڼې لیکلي  په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځي خونړی برید چې له امله یې  یوسل دیارلس (۱۱۳) زده کوونکي ووژل شوې  او له یوسلو پنځوسو (۱۵۰) زیات ژوبلې شوې په ملي او نړیواله کچه سخت وغندل شو.

په سرمقاله کې راغلي  تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا برید په سختو ټکو غندلی او د دې سازمان په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ټول هېوادونه دې د نړیوال قوانینو او د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د پېښې د عاملینو په مجازات کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

لیکوال تمه ښيي چې د امنیت شورا غړي هېوادونه باید د وسله‌والو ډلو ملاتړ هېوادونو خبرداري ترڅنګ، د دې پېښې د عاملینو په پېژندلو کې لاس په کار شي.

د لیکوال په اند، هېڅ ډلې هم د دې برید مسوولیت نه دی منلی چې دا ابهام د عاملینو د  سزا کولو  او د عدالت غوښتنې مساله یو څه ستونزمنوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي  د خلکو د امنیت خوندیتوب د دولت له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه دی چې د لیکوال په باور افغان دولت باید یوازې برید ونه غندي، بلکې مسوولیت لري چې د خلکو امنیت خوندي  کړي  او د داسې پېښو عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.

()

ملي ارمان ورځپانې بیا کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوا د وروستي سفر په اړه تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي  دا د یو لوړ پوړي پاکستاني پوځي چارواکی سفر دی، ایا هدف یې د سولې په بهیر کې چنې وهل دي؟ هغه بهیر چې د لیکوال په اند، له لوړو او ژورو سره مخ دی او راتلونکی یې هم چندانې روښانه نه برېښي.

وړاندې راغلي  جنرال باجوا د تېر لمریز کال د کب په میاشت کې بحرین ته سفر کړی و او هلته یې د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب  لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت له رئیس احمد ضیا سراج سره کتلي و.

په سرمقاله کې یادونه شوې  پاکستان ادعا کوي چې طالبان یې له افغان حکومت سره د سولې میز ته کېنول چې د لیکوال په اند دا تر یو ځایه پرځای خبره هم ده.

د لیکوال په باور  که طالبان سوله وکړي، نظام ته داخل شي، هېواد به ارام شي، له شک پرته د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره به اړیکې ټینګې کړي، له هغې ډلې یو(1) هم هندوستان  دی چې پاکستان یې نه خوښوي او پاکستان تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د هند لاس لنډ کړي.

 

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، پاکستان ډاډه نه دی چې واک کې د طالبانو له ګډون وروسته به په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیول شي  پاکستان له همدې امله هم اندېښمن دی چې له واک وروسته به طالبان اسلام اباد ته شا  کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي  د ولسمشر  محمد اشرف غني هغه سېګنالونه چې پاکستان ته ویلي و، درست انتخاب وکړئ 'دوست یا دښمن' دې پيغام جنرال باجوا  مجبور کړی چې کابل ته سفر وکړي.

()

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په اختر کې د اوربند په اړه لیکنه کړې او  لیکلي يې دي  دا ځل په اوربند کې طالبان مخکې شول او وروسته افغان حکومت هم درې (3)ورځنی اوربند اعلان کړ.

 

په سرمقاله کې راغلي، که طالبانو په روژه میاشت  کې د افغان حکومت د اوربند وړاندیز ته د رد ځواب نه وای ویلی  نو د لیکوال په اند په دې میاشت کې به دومره زیاتې وینې نه وي بهېدلې.

د سرمقالې په پای کې لیکوال وړاندیز کوي چې دا اوربند دې له اختر وروسته تمدید او دواړه خواوې دې د سولې لپاره صادقانه خبرو مېز ته کېني.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې قدرمنو اوریدونکو دا وه د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .