صهیونیسټ رژيم د فلسطین په غزې تړانګې نور بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100370-صهیونیسټ_رژيم_د_فلسطین_په_غزې_تړانګې_نور_بریدونه_وکړل
فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د غزې تړانګې د هستوګنه سیمو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې لس(۱۰) نور فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2021 06:37 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم د فلسطین په غزې تړانګې نور بریدونه وکړل

فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د غزې تړانګې د هستوګنه سیمو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې لس(۱۰) نور فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول .

صهیونیسټ رژیم له  بیګا شپې تر نن سهار پورې د فلسطین په غزې تړانګې باندې بمباریو او د فلسطیني ښاریزو او د ملکي وګړو وژلې ته دوام ورکړ او د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د اعلان پراساس تراوسه کابو لس (۱۰) فلسطینیان شهیدان او څه د پاسه څلویښت (۴۰) کسان ژوبل شوي او ویره شته چې د شهیدانو او د ژوبلو کسانو شمیر زیات شي .

په عین حال کښې د فلسطین مقاومت ډلو هم چې د تیرې شنبې ورځې له غرمې څخه یې د تل ابیب ، عسقلان ، سدیروت ، اشدود او دتل ابیب په خوا وشا کښې د نورو سیمو پرضد نوي راکټي او توغندوي حملې پیل کړې د صهیونیسټ رژيم په مرکزونو باندې د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړ .

په غزې تړانګې کښې د مقاومت ډلو د تل ابیب په شمول د نیواکي فلسطین په مرکز باندې ګڼ شمیر راکټونه او توغندي وویشتل او دا ځل یې حتی له تل ابیب څخه په لیرې  پراتو سیمو باندې بریدونه وکړل او د مقاومت ډلو توغندي «نابلس» او «نتانیا »سیمو ته ورسیدل .

له بلې خوا د فلسطین د سرې میاشتې ادارې هلال احمر د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې له فلسطینیانو سره د صهیونیسټ رژیم په جنګونو کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د پینځه سوه اتیا (۸۵) فلسطینیانو د ژوبلیدا خبر ورکړ او ویې ویل د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په ډزو کښې هم د فلسطین دوه (۲) ځوانان شهیدان شوي دي .

پرون سهار هم د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو له مخکې خبرداري پرته په «الشاطي» کیمپ برید وکړ او د ابو حطب او د الحدیدي نوم د دوو (۲) فلسطینیانو کورونه یې وران کړل چې په ترڅ کښې یې د شپږو (۶) ماشومانو او د دوو (۲) ښځو په شمول د دواړو  کورنیو لس(۱۰) غړې شهیدان شول .