صهيونېسټ رژيم په نيواکي زمکو کښې يونيم زر فلسطينيان ونيول
May 17, 2021 02:12 Asia/Kabul
د فلسطين د اسيرانو کلب پرون په يو رپوټ کښې وويل: په نيواکي قدس شريف کښې د احتجاجونو د شروع کېدو له وخت نه د فلسطين په نيواکي زمکو کښې صهيونېسټ رژيم يو نيم زر فلسطينيان ونيول.
د اېرنا د رپوټ له مخې په دغ رپوټ کښې راغلي دي اوۀ سوه تنه د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د څلور سوه د مسجدالاقصي په خواوشا کښې او نور هم د لويديځې غاړې په نورو صوبو کښې ونيول شول.
له بلې خوا د فلسطين د روغتيا وزارت خبر ورکړچې د غزې په تړانګه د صهيونېسټ رژيم د يرغل په تېرو اوو ورځو کښې تر اوسه لږ تر لږه يو سل دوه نوي فلسطينيان شهيدان شوي دي چې له هغو څخه اته پنځوس تنه ماشومان او څلور دېرش ښځې دي او همدارنګ تر اوسه يو زر دوه سوه نور فلسطينيان هم ژوبل شوي دي.
ټیګونه