امریکائي نیواکګر دې له سورئې ووځي
شیخ حسون زیاته کړې په دغه ستر بریالیتوب پسې به ولسی مقاومت هم ډير زر د سورئې نورو سیمو ته هم ورسیږي ، او اجازت به ورنکړي ، څو امریکائي نیواکګر او دهغوي تالی څټي د سورئې په ختیځ او دلب کې پاتې شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د سورئې هیواد مفتي شیخ احمد بدرالدین حسون ددغه هیواد دولسمشرۍ په څوکۍ په بیا ټاکل کیدا کې بشار اسد ته دمبارکۍ دپیغام په لیږلو سره وئیلي دي ، په انتخاباتو کې د ولس ولولناک شتون او نتیجې ئې دهغه پيغام او رسالت ښودنه کوي ، چې د مونږ درستو په اوږو کیښودل شوی دی .
شیخ حسون زیاته کړې په دغه ستر بریالیتوب پسې به ولسی مقاومت هم ډير زر د سورئې نورو سیمو ته هم ورسیږي ، او اجازت به ورنکړي ، څو امریکائي نیواکګر او دهغوي تالی څټي د سورئې په ختیځ او دلب کې پاتې شي .
د سورئې دپارلیمان مشر حموده الصباغ د پنجشنبې په شپه ددغه هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دسورئې د رایو ورکونکو په پریکنده اکثریت سره د بشار اسد بریالیتوب اعلان کړی، چې په دغه اعلان سره دسورئې په زیاتره ښارونو اوښارګیو کې په میلیونونو خلک واټونو ته ووتل او په دې اړه ئې خوشالیانې کړي .