سعد حریري له خپلو مسئولیتونو سرغړونه کوي  
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101154-سعد_حریري_له_خپلو_مسئولیتونو_سرغړونه_کوي
دا پخپله د  اساسی قانون  او دملی وفاق دسند خلاف ورزي او پر ولسمشر دد باؤ د اچولو په معنا دي  چې  د ملی حکومت د جوړولو دبهیر دګډوډولو لپاره قصدا او ښکاره  هڅې ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2021 02:06 Asia/Kabul
  • سعد حریري له خپلو مسئولیتونو سرغړونه کوي  

دا پخپله د  اساسی قانون  او دملی وفاق دسند خلاف ورزي او پر ولسمشر دد باؤ د اچولو په معنا دي  چې  د ملی حکومت د جوړولو دبهیر دګډوډولو لپاره قصدا او ښکاره  هڅې ښودنه کوي .

 النشره خبری چینل  راپور ورکړی ، د لبنان ولسمشر میشل عون  پرون مازدیګر د  لبنان د کابینې په جوړولو مامور سعد حریري په مشرۍ په  المستقبل بهیر  په وروستۍ بیانیې  سخت غبرګون ښودلی دی .

 المستقبل بهیر  د لبنان د ولسمشر  او دملی آزاد بهیر د مشر جبران باسیل په ضد یوه اعلامیه صادره کړې ، چې په هغې کې  دلبنان  دغه دواړه  چارواکي ، د حکومت دجوړیدا دمخنیوي لپاره  په هڅې تورن شوي  دي .

 دلبنان د ولسمشرۍ دفتر  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، ولسمشر میشل عون  دهغو بې شرمه تعبیرونو  او ګمراه کونکوعبارتونو  سره سره  چې  دغه لوري ورڅخه  استفاده کړې ،، په تیرو اونیو کې  ترجیح ورکوۀ چې  له نوموړي لوري سره  هیڅ ډول شخړې ته وارد نشي  ،خو المستقبل بهیر دې  ته اړتیا لري ، چې ځيني ټکي باید روښانه شي ، د لبنان  ولسمشر وئیلی دي ، سعد حریري  د کابینې د جوړولو لپاره له خپلو ماموریتونه ډډه کوي  او  غواړي دغه بهیر  اوږد شي او د لبنان دکابینې دجوړیدا هیلې پيکه شي  چې دا پخپله د  اساسی قانون  او دملی وفاق دسند خلاف ورزي او پر ولسمشر دد باؤ د اچولو په معنا دي  چې  د ملی حکومت د جوړولو دبهیر دګډوډولو لپاره قصدا او ښکاره  هڅې ښودنه کوي .