ملګري ملتونه د یمن د انساني غمیزې مسول دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101246-ملګري_ملتونه_د_یمن_د_انساني_غمیزې_مسول_دي
الجزیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي د ملګروملتونو امنیت شورا د «صافر» په نوم د تیلو د کشتۍ د موضوع په هکله د چپتیا په دلیل په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د رامینځته کولو مسوله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2021 10:01 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د یمن د انساني غمیزې مسول دي

الجزیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي د ملګروملتونو امنیت شورا د «صافر» په نوم د تیلو د کشتۍ د موضوع په هکله د چپتیا په دلیل په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د رامینځته کولو مسوله وبلله .

هغه د یمن په وړاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا په دریځونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې دغه شورا تورنه کړه چې د سعودي عربستان د ائتلاف غړي هیوادونه د صافر د تیلو په کشتۍ کښې د موجودو تیلو د خرڅولو د مخه د نیولو په دلیل مجرم نه ګڼي .

د صافر د تیلو  کشتۍ داسې ورسته شوي کشتۍ ده چې له تیرو څلورو (۴) کلونو راهسې د یمن د الحدیده بندر په ساحل کښې راس عیسی بندر ته نږدې ولاړه ده او په کښې د مارب ولایت لپاره څه د پاسه یو(۱) میلیون بیرله سپک تیل بار دي او په دغه کشتۍ کښې هره شیبه د موجودو تیلو لیک کیدل ممکنه ده په دغه سیمه کښې د انساني او د ژواک چاپیریال د غمیزې د رامینځته کیدا سبب شي .

سعودي عربستان او ملګري هیوادونه یې په دغه کشتۍ کښې بار تیل نه پریږدي چې د یمن د خلکو لاسونو ته ورشي .