امریکادعراق د الحشد الشعبی ځواک د قوماندانانو په ترور پسې ده
په بغداد کې د الحشد الشعبي ځواک یوه مسئول مقام عباس الزیدي هم له دې مخکې وئیلي وو ،ځیني داخلی او بهرني لوري ، د صهیونیسټ رژيم د پلانونو پر اجراکولو سربیره ، هڅه کوي ، د الحشد الشعبي ځواک رول کمزوری کړي او ددوي په ضد جنګ پیل کړي .
المعلومه خبری سایټ راپور ورکړی ، د عراق د الصادقون پارلیماني فریکشن یوه مسئول مقام عبدالامیر تعیبان الدبي نن په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، په بغداد کې د امریکا سفارت د الحشد الشعبي او نورو مقاومتي ډلو دقوماندانانو نامې برابرې کړي دي څو د دوي په اند د ضرورت او یا د عملیاتو په بڼه کې ئې ترور او یا هم ونیسي . د عراق دغه پارلیماني استازي وئیلي دي امریکاد الحشد الشعبي ځواک له قدرته چې په عراق کې د دوي د ویجاړونکو پلانونو په وړاندې کلک دریږي ، ویره لري او د امریکا سفارت ، د عراق د بحرانونو او مشکلاتو اوترینګلتیاؤ په یوه بشپړ سرچینې بدل شوی دی .
په بغداد کې د الحشد الشعبي ځواک یوه مسئول مقام عباس الزیدي هم له دې مخکې وئیلي وو ،ځیني داخلی او بهرني لوري ، د صهیونیسټ رژيم د پلانونو پر اجراکولو سربیره ، هڅه کوي ، د الحشد الشعبي ځواک رول کمزوری کړي او ددوي په ضد جنګ پیل کړي .
د عراق یوه سیاسی شناندي سعد الکعبی هم روښانه کړې ده ، د امریکا حکومت په مختلفو رودو سره او د عراق دحکومت په داخل کې د خپلو ګوډاګیانو له لارې ، د الحشد الشعبي ځواک د دړې وړې کولو او د جوړو شوو خبرونو له خپریدا څخه په استفادې سره د عراق په داخلي فضا کې ترینګلتیاؤ د رامینځةکولو هڅه کوي .