صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګؤنکو پوکڼو چاودنې
د نيواکي قدس په سيمو کښې د صهيونېسټانو د بېرغ لاريون په ردعمل کښې فلسطينيانو د اور لګؤنکو پوکڼو په لېږلو سره صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې اورونه ولګول.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې فلسطيني ځوانانو پرون د غزې په تړانګه کښې په نيواکي قدس شريف کښې د صهيونېسټانو لخوا د بېرغ تحريکؤنکي لاريون په ردعمل کښې د اور لګؤنکو پوکڼو د لېږلو اقدام وکړ چې دغه پوکڼۍ د غزې په خواشا کښې په صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګېدنو سبب شوې.
د صهيونېسټي رسنيو د رپوټونو له مخې له پرون د غزې د خواوشا په صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګېدنې لږ تر لږه شپږويشت واقعات اوشول.
د صهيونېسټ مېشته ښاريو اوسېدونکو اورپکو د صهيونېسټو فوځيانو په ملاتړ سره پرون مازيګر د بېرغ د لاريون په جوړولو سره د قدس شريف باب العامود سيمې ته داخل شول او هلته کښې يې د بېرغ ګډا نومې تحريکؤنکې پروګرام ترسره کړ.
فلسطينيانو هم چې د باب العامود سيمې په خواوشا کښې غونډ شوي وو د فلسطيني بېرغونو په اوچتولو او د غاصبو صهيونېسټانو په خلاف د نعرو په وهلو سره د هغوي د بېرغ لاريون وغندۀ.
همدارنګ د فلسطين هلال احمر اعلان وکړ چې د قدس شريف په پخوانۍ برخه کښې له قهرجنو فلسطينيانو سره د صهيونېسټو فوځيانو په نښته کښې لږ تر لږه ۲۷ فلسطينيان ژوبل شول.