عربستان یمن ته د نویو امتیازونو ورکولو ته تیار دی
فارس خبري اژانس وايي د سعودي عربستان یوې (۱) سرچینې ادعا وکړه ولیعهد محمد بن سلمان چمتو شوی د یمن د اوربند او د سعودي عربستان په مرکزونو باندې د حملو د پاې ته د رسولو په مقابل کښې په صنعا کښې د یمن حکومت ته نوي امتیازونه ورکړي .
د سعودي عربستان یوې (۱) لوړرتبه سرچینې نن «سعودي لیکس» اینټرنیټ پاڼې ته وویل ولیعهد محمد بن سلمان په عربستان د پوځي حملو د بندولو او د خبرو میز ته د راتلو لپاره په صنعا کښې د ملي ژغورنې د حکومت د راضي کولو لپاره په دې اړه نویو امتیازونو ورکولو ته تیار شوی او نړیوال مینځګړي یې له دغو امتیازونو خبر کړي هم دي .
د سعودي عربستان دغه سرچینې وویل د عمان هیواد پلاوي چې تیره اونۍ له صنعا څخه لاړ په صنعا کښې حکومت له دغه نویو امتیازونو خبر کړی دی .
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د یمن په شمال کښې د ملي ژغورنې تر کنټرول لاندې سیمو د پیژندلو او د دوې تر نفوذ لاندې د سیمو د بیارغونې لپاره د صنعا حکومت ته د لسګونو میلیارډه ډالرو له ورکولو سره موافقت کړی دی .
د صنعا حکومت د عربستان د دغو امتیازونو د ورکولو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې د صنعا هوايي ډګر او الحدیده بندر هم بیرته پرانیستل شي .